د مراکش زلزله د پینځویشتو اټومي بمونو برابره وه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i138422-د_مراکش_زلزله_د_پینځویشتو_اټومي_بمونو_برابره_وه
زمونږ خبریال راپور راکړی د اردن د زلزلې کارپيژاندو په مراکش هیواد کښې د راغلي زلزلې سختوالی د پینځویشتو اټومي بمونو برابر بللی دی او ورسره یې په شمالي افریقا ، مینځني ختیځ او د مراکش په نورو ګاونډیو هیوادونو کښې د دا ډول تباهۍ رامینځته کونکو زلزلو د راتلو امکان رد کړی دی.
(last modified 2023-09-12T05:53:08+00:00 )
Sep 12, 2023 10:20 Asia/Kabul
  • د مراکش زلزله د پینځویشتو اټومي بمونو برابره وه

زمونږ خبریال راپور راکړی د اردن د زلزلې کارپيژاندو په مراکش هیواد کښې د راغلي زلزلې سختوالی د پینځویشتو اټومي بمونو برابر بللی دی او ورسره یې په شمالي افریقا ، مینځني ختیځ او د مراکش په نورو ګاونډیو هیوادونو کښې د دا ډول تباهۍ رامینځته کونکو زلزلو د راتلو امکان رد کړی دی.

د اردن پوهنتون د زلزلې د برخې او د طبیعي خطرونو پروفیسر ډاکټر عید الطرازي وویل د مراکش د زلزلې سختوالی د پینځویشتو اټومي بمونو برابر و.

هغه د دا ډول سختو زلزلو د راتلو د اټکلونو په هکله وویل دا ډول زلزلې په عام ډول ناڅاپه رامینځته کیږي.

د ویلو ده چې په مراکش هیواد کښې په تیرې جمعې ورځې زلزلې کښې چې شپږ اعشاریه اته ریشټره وه دوه زره اته سوه دوه شپیته کسان مړه شوي او دوه نیم زره نور ژوبل شوي هم دي.