د خوړو نړیوال پروګرام له افغانستان څخه د وتلو خبرداری ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i138706-د_خوړو_نړیوال_پروګرام_له_افغانستان_څخه_د_وتلو_خبرداری_ورکړی
د خوړو نړیوال پروګرام له پرلپسې غوښتنو وروسته چې له هېوادونو یې د مرستو غوښتنه کړې، اوس د دغه نړیوال سازمان چارواکي وايي،که دوی ته کافي بودیجه ورنه کړل شي له افغانستان څخه به ووځي.
(last modified 2023-09-18T04:55:43+00:00 )
Sep 18, 2023 09:23 Asia/Kabul
  • د خوړو نړیوال پروګرام له افغانستان څخه د وتلو خبرداری ورکړی

د خوړو نړیوال پروګرام له پرلپسې غوښتنو وروسته چې له هېوادونو یې د مرستو غوښتنه کړې، اوس د دغه نړیوال سازمان چارواکي وايي،که دوی ته کافي بودیجه ورنه کړل شي له افغانستان څخه به ووځي.

د هشت صبح ورځپاڼې د خبر له مخې،اې بي سي نیوز د خوړو د نړیوال پروګرام د اجرایوي مشرې سنډي مک‌کین په حواله راپور ورکړی چې له دې میاشتې وروسته دغه سازمان په افغانستان کې د پاتې کېدو لپاره کافي بودیجه نه لري.

مېرمن مک‌کین له دغې خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې د خوړو نړیوال پروګرام د بودیجې له بې ساري کمښت سره مخ دی.

د خوړو د نړیوال پروګرام د اجراییوي مشرې په وینا، د افغانستان ترڅنګ به بنګله دېش، کانګو، هایتي، اردن، فلسطین، سویلي سوډان، سومالیا او سوریه هم د دغه سازمان د بودیجې له کمښت سره مخ شي.

د خوړو د نړیوال پروګرام دې چارواکې د اقليمي بدلون او جګړې د دې ادارې د بوديجې د کمښت اصلي لامل وباله.

مېرمن مک کین په افغانستان کې د ښځو پر کار د طالبانو محدودیتونو ته اشاره کړې او ویلي چې د خوړو نړیوال پروګرام له ښځو او ماشومانو سره زیاته مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې مرستندويه سازمانونو په ځانګړې توګه د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی، که د ژمي تر موسم مخکې شاوخوا يوميليارډ ډالره مرسته ونه شي، نو په ميليونونو اړ افغانان به له مرستو بې برخې شي.

د مرستندویه موسسو د اټکل له مخې، په افغانستان کې څه باندې ۲۸ میلیونه وګړي د غربت تر کرښې لاندې ژوند کوي.