د کنیا ولسمشر:
د ملګرو ملتونو سازمان ناکارنده شوی دی
د کنیا ولسمشر د ملګرو ملتونو سازمان یې ناکارنده او د ډیموکراسۍ ضد وباله.
د کنیا ولسمشر ویلیام روتاو د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وویل: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ناکارنده او غیر ډیموکراټیک دی او د نړۍ له روانو ستونزو او حالاتو له هوارولو سره مرسته نه شي کولای.
د کنیا ولسمشر زیاته کړه: زما د دې خبرې ښه بېلګه، په نړیوال ډګر کې د یو شمېر لاسپوڅو لوبغاړو نه سزا کول دی.
هغه همدارنګه د هیوادونو د پورونو د کمېدو او د نړیوال مالي نظام د اصلاح غوښتونکی شو.
د کنیا ولسمشر وویل: نړیواله ټولنه باید د هیوادونو د پورونو لپاره یوه نوی مکانیزم جوړ کړي، داسي مکانیزم چي د پوړورو هیوادونو د اقتصادي نظام د نسکورتیا لامل نه شي.
په دې وروستیو کې ځینې بې وزلي هیوادونه د پورونو د ورکړې د امله له سختو اقتصادي بحرانونو سره لاس په ګرېوان شوي دي، په دې خاطر په ملګرو ملتونو کې په داسي یو مکانیزم باندې کار پیل شوی چي له مخې یې پوروړو هیوادونو ته ۱۰ کاله دمه ورکول کیږي.
د روسیې د ولسمشریزې ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف هم د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د بدلون غوښتونکي شو.
د جي ۴ ډلې یعني د برازیل، جاپان، هندوستان او جرمني استازو هم د ملګرو ملتونو د غونډې په ترڅ کې د امنیت شورا په جوړښت کې د اصلاح غوښتونکی شو.