په سمندر کې د کډوالو ژغورنه یوه انساني دنده ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i138902-په_سمندر_کې_د_کډوالو_ژغورنه_یوه_انساني_دنده_ده
د عیسویانو معنوي مشر پاپ فرانسیس رسنیو ته ویلي چي په سمندر کې د هغو کډوالو ژغورنه چي د غرقېدو له خطرې سره مخ دي، د ټولو انساني دنده بلل کیږي.
(last modified 2023-09-23T07:25:32+00:00 )
Sep 23, 2023 11:52 Asia/Kabul
  • په سمندر کې د کډوالو ژغورنه یوه انساني دنده ده

د عیسویانو معنوي مشر پاپ فرانسیس رسنیو ته ویلي چي په سمندر کې د هغو کډوالو ژغورنه چي د غرقېدو له خطرې سره مخ دي، د ټولو انساني دنده بلل کیږي.

په وروستیو کلونو کې د ماشومانو او ښځو په شمول په زرګونه کډوال د ایټالیا او یونان په سمندري پولو کې غرق شوي دي.

په دې وروستیو کې ایټالیا او یونان له سمندره د کډوالو د ژغورولو لپاره خپلې سمندري ګزمې بندي کړي دي، او حتی په غرضي توګه د کډوالو د کښتیو د ډوبولو په هکله ګنګوسې هم خپرې شوي دي.

د عیسویانو معنوي مشر چي فرانسې ته په سفر تللی دی، د مارسي په بندري ښار کې له کډوالو او ځایي خلګو سره په کتنه کې د هغو کسانو غندنه وکړه چي په سمندر کې د کډوالو د ژغورلو مخنیوي کوي.

هغه وویل: هغه کډوال چي په سمندر کې ډوب شوي او مړه شوي دي، انسانان دي او له بې وزلی، جنګ او طبیعي بلاو د امله کډوال شوي دي.