Sep 24, 2023 13:35 Asia/Kabul
  • د  امام حسن عسکری(ع)د شهادت کلیزي په مناسبت تسلیت ومنئ

د تهران ریډیو درست کارکونکي د حضرت امام حسن عسکری علیه السلام د شهادت دکلیزې په مناسبت دنړۍ درستو مسلمانانو ، ازادي غواړو په تیره بیا تاسو مینه والوته  تسلیت وړاندی کوی .

نن د اتبار ورځ د ۱۴۴۵ قمری کال د ربیع الاول اتمه نیټه ده چی د ۲۰۲۳ میلادی کال د ستمبر له ۲۴ نیټې سره سمون خوری ، دامامت او ولایت د اسمان د یولسم ځلانده ستوري حضرت امام حسن عسکری علیه السلام د شهادت د کلیزې ورځ ده .

 دهغه بزرگوار ګران پلار حضرت  امام هادی علیه السلام د پیغمبر اکرم ص یولمسی وو او بزرګواره  مور   یې یوه فضلیت لرونکی ،عالمه او  دخیر ښیکڼې میرمنه وه .

 دغه ستر امام دخپل علم او پوهې په مکتب کښې داسې فضلیت لرونکي عالمان وروزل چې  هر یوه یې د اسلامی علوموپه بیلابیلوزمینو  کښې د کتابونو په لیکلو سره د اسلامی معارفو د لوړتیا لپاره اغیزشیندونکی ګامونه واخیستل .

د حضرت امام حسن عسکری ع 29 کلن مبارک عمر په  درو پړاونو ویشل کیږي ، لومړی پړاو ۱۳ کاله دي چی هغه حضرت په مدینه منوره کی تیر کړ ، دوهم پړاو یې لس کلن دی چی له امامته وړاندی یې په سامرا کې تیر کړ ل او دریم پړاو یې کابو شپږ کلن دی چی د هغه حضرت د امامت پړاو دی .

د اسلامي ایران درست خلک د امام حسن عسکری ع د شهادت د کلیزې په مناسبت په جوماتونو ، په مشهد کی د امام رضا علیه السلام په سپیڅلی حرم او په قم کې د حضرت بی بی معصومه س په سپیڅلی حرم کې د ویر او ماتم دستورې ترسره کوي .

د تهران ریډیو درست کارکونکي د حضرت امام حسن عسکری علیه السلام د شهادت دکلیزې په مناسبت دنړۍ درستو مسلمانانو ، ازادي غواړو په تیره بیا تاسو مینه والوته  تسلیت وړاندی کوی .

ټیګونه