په آسیا کې د سولې اواتحاد لپاره سپورټي چارې اړینې دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i138958-په_آسیا_کې_د_سولې_اواتحاد_لپاره_سپورټي_چارې_اړینې_دي
د چین د هانګژو آسیائي لوبو د سیالیو د نولسم پړاؤ پرانیستونکي دستورې پرون ناوخته په دغه ښار کې پیل شوې او ددغو دستورو په څنډې کې یوه مهم ټکی د چین د ولمسشر شی جین پينګ   وینا وه .
(last modified 2023-09-24T20:40:16+00:00 )
Sep 24, 2023 11:22 Asia/Kabul
  •  په آسیا کې د سولې اواتحاد لپاره سپورټي چارې اړینې دي

د چین د هانګژو آسیائي لوبو د سیالیو د نولسم پړاؤ پرانیستونکي دستورې پرون ناوخته په دغه ښار کې پیل شوې او ددغو دستورو په څنډې کې یوه مهم ټکی د چین د ولمسشر شی جین پينګ   وینا وه .

د چین ولسمشر د آسیائي لوبو د پرانیستونکو دستورو په څنډې کې وغوښتل،له ورزش اوسپورټ څخه دې په آسیا کې د سولې او اتحاد د رامینځةکولو لپاره د یوې وسیلې په توګه استفاده وشي.

د چین د هانګژو آسیائي لوبو د سیالیو د نولسم پړاؤ پرانیستونکي دستورې پرون ناوخته په دغه ښار کې پیل شوې او ددغو دستورو په څنډې کې یوه مهم ټکی د چین د ولمسشر شی جین پينګ   وینا وه .

زمونږخبریال راپور راکړ،د چین ولسمشر شي جین پینګ ددغو دستورو په څنډې کې د سپورټ او و رزش په وسیله د سولې او پیوستون د دودیدا غوښته وکړه.

شین جینګ پینګ روښانه کړه، آسیائي هیوادونه  په مشترک راتلونکي سره باید ښه ګاونډیتوب او متقابلو ګټو ته پابنده ووسي،د ساړۀجنګ ذهنیّت او پر جنګ مشتملې ډغرې رد کړي او آسیا د  نړیوالې سولې په یوه مرکز بدله کړي.

 د چین ولسمشر روښانه کړه،په د اسې حال کې چې بشریّت له ډیرو زیاتو نړیوالو چیلنجونو سره  مخامخ دی،د آسیا خلک باید  له تاریخي فرصتونو استفاده وکړي او له دغو چیلنجونو سره د مقابلې لپاره له یوه بل سره ملګرتیا وکړي ،څو آسیا د ترقۍ،یووالي او ملګرتیا په لاپراخې او غوړیدلي لارې کې  مشترکه ګامو پورته کړي.

د آسیائي لوبو په نولسم پړاؤ کې د ګډون لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت سپورټي کاروان  هم ددغو لوبو په اولسو څانګو کې سیالۍ کوي.

Image Caption