د روسیې پوځ د اوکراین ۵۰۰ پوځيان ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i138974-د_روسیې_پوځ_د_اوکراین_۵۰۰_پوځيان_ووژل
زمونږ خبریال راپور راکړی د روسیې د دفاع وزارت ویاند په اوکراین کښې د ماسکو په پوځي عملیاتو کښې د کي یف د پوځ د عسکرو د وژلې نوي شمیرنې اعلان کړې.
(last modified 2023-09-24T21:29:01+00:00 )
Sep 25, 2023 01:55 Asia/Kabul
  • د روسیې پوځ د اوکراین ۵۰۰ پوځيان ووژل

زمونږ خبریال راپور راکړی د روسیې د دفاع وزارت ویاند په اوکراین کښې د ماسکو په پوځي عملیاتو کښې د کي یف د پوځ د عسکرو د وژلې نوي شمیرنې اعلان کړې.

د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشنکوف وویل په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې د اوکراین په بیلابیلو سیمو کښې د ماسکو په پوځي عملیاتو کښې د اوکراین کابو پینځه سوه پوځیان وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه روسیې په اوکراین کښې په تیرو څلرویشتو ساعتونو عملیاتو کښې د ماسکو پرضد شپږ حملې شنډې کړي او د هیمارس د اتو توغندیو مخه یې نیولي ده او پینځلس بې پایلوټه الوتکې او اوه زغرګاډي ، اوه پوځي ګاډي ، یو بل ګاډی ، پینځه توپونه ، دوه کوچني ټرکونه او د توپونو دوه سیسټمونه یې تباه کړي دي.

د اوکراین جنګ له ټولو پراخو سیاسي ، پوځي، اقتصادي ، ټولنیزو او حتی کلتوري پایلو سره سره اوس شلمې میایشتې ته ورداخل شوی دی او اوکراین ته د امریکا او دنورو لویدیځو هیوادونو لخوا د وسلو استول هماغه راز دوام لري.

امریکا او اروپايي هیوادونه په اوکراین کښې د جنګ د زیاتیدا نورې هڅې هم کوي چې دغه جنګ اوږد کړي او روسیه کمزوري کړي.