د افغانستان په هکله د ماسکو غونډه نن جوړیږي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې «فازان» ښار نن د افغانستان د بدلونونو په هکله د ماسکو د فورمیټ د غونډې د ترسره کیدا کوربه دی.
د ماسکو د فورمیټ په نوم غونډه نن د روسیې په فازان ښار کښې د ایران د استازي په ګډون سره ترسره کیږي.
د روسیې د فورمیټ په نوم غونډه د ایران د قزاقستان د قیرغیزستان د تاجیکستان د ترکمنستان د ازبکستان د چین د هندوستان او د پاکستان د استازیو په ګډون سره ترسره کیږي او د افغانستان د طالبانو د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي هم د روسیې په بلنه په دغه غونډې کښې ګډون کوي.
د افغانستان په چارو کښې د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي هم په دغه غونډې کښې د ګډون لپاره ماسکو ته ورغلی دی.
د ویلو ده چې واک ته د طالبانو د رسیدا له وخت راهسې تراوسه د افغانستان په مسائیلو باندې د غور کولو په هدف سره د روسیې په نوښت سره د ماسکو د فورمیټ څو غونډې ترسره شوي دي.
د افغانستان په هکله د ماسکو فورمیټ د دوه زره اولسم میلادي کال په اپریل میاشت کښې رامینځته شو.