افغانستان به دګاونډیانولپاره دګواښ په توګه استعمال نشي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i139224-افغانستان_به_دګاونډیانولپاره_دګواښ_په_توګه_استعمال_نشي
د افغانستان د طالبانو د سرپرست حکومت خارجه وزیر ټينګار وکړ، دغه حکومت به هیچا ته اجازت ورنه کړي افغانستان د ګاونډیو هیوادونو په ضد د ګواښ لپاره په کوم مرکز بدل کړي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 29, 2023 10:05 Asia/Kabul
  •   افغانستان به دګاونډیانولپاره دګواښ په توګه استعمال نشي

د افغانستان د طالبانو د سرپرست حکومت خارجه وزیر ټينګار وکړ، دغه حکومت به هیچا ته اجازت ورنه کړي افغانستان د ګاونډیو هیوادونو په ضد د ګواښ لپاره په کوم مرکز بدل کړي.

الجزیره ټیلیویژني چینل راپور ورکړ، دافغانستان په باب  د ماسکو د کارپيژاندو پنځمه غونډه  نن دطالبانو دچارواکو او ګاونډیو هیوادونو د استازو پشمول د روسیې د  تاتارستان ولایت په مرکز کازان ښار کې ترسره شوه.

د افغانستان د طالبانو د حکومت خارجه وزیر امیر خان متقي په دغې ناستې کې پخپلې وینا کې ووئيل، دطالبانو حکومت به اجازت ورنکړي  کومه خطره سیمه وګواښي او مونږبه  خپلې دغې ژمنې ته وفاداره ووسو.

امیر خان متقي ټينګار وکړ، اجازت به ورنکړو افغانستان د ګاونډیو هیوادونو  د ګواښ لپاره کوم مرکز شي او د سیمې د ثبات په چوکاټ کې به هڅه وکړو.

دطالبانو دغه چارواکي زیاته کړه ،په افغانستان کې مخکینیو حکومتونو ماته خوړې  ده ځکه په بهرنیو هیوادونو ئې تکیه کوله ،د هیواد دبحرانونو حل  به په داخلی ظرفیّتونو باندې په تکیې کې وي.مولوی صیب  روښانه کړې ده ،مونږ ډيرې مالی سرچینې لرو چې  له هغو څخه د افغانستان  دملت د ګټو لپاره استفاده  کوو او ملی پلانونه به ورسره پیاوړی کړو.

Image Caption