ملګري ملتونه د افغان دمیرمنو دوضعیّت په باب په اسلام کې د میرمنو درول په باب سمینار جوړوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i139272-ملګري_ملتونه_د_افغان_دمیرمنو_دوضعیّت_په_باب_په_اسلام_کې_د_میرمنو_درول_په_باب_سمینار_جوړوي
د ملګروملتو د  سرمنش ي مرستیاله میرمن آمینه محمد وائي،دغه موسیسه  په نظر کې لري ، دافغانستان د میرمنو په وضعیّت باندې په تمرکز سره  په اسلام  کې د میرمنو درول په باب یو سمنیار جوړ کړي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 30, 2023 11:22 Asia/Kabul
  • ملګري ملتونه د افغان دمیرمنو دوضعیّت په باب په اسلام کې د میرمنو درول په باب سمینار جوړوي

د ملګروملتو د  سرمنش ي مرستیاله میرمن آمینه محمد وائي،دغه موسیسه  په نظر کې لري ، دافغانستان د میرمنو په وضعیّت باندې په تمرکز سره  په اسلام  کې د میرمنو درول په باب یو سمنیار جوړ کړي.

د ملګروملتو د سرمنشي مرستیالې میرمن آمینه  محمد پرون خبریالانو ته ووئيل،په افغانستان کې د میرمنو او انجونو وضعیّت  باندې په تمرکز او توجه سره به؛په اسلام کې د میرمنو د رول ؛په عنوان سره  یوه غونډه جوړه کړي. هغې ووئيل باید په افغانستان کې د میرمنو دکار او د انجونون د زده کړې د حقوقو دتامینولو لپاره  دنړیوالې ټولنې له خوا پر طالب حکمرانانو دباؤ واردشي.

میرمن آ مینه سږکال  په لومړیو کې  افغانستان ته څو ورځنی سفر کړی او د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره ئې لیده کاته هم کړي او وئيلي ئې وو، په افغانستان کې د میرمنو دحقوقو په بازمینې کې ځيني پرمختګونه شوي دي ،خو ترا وسه پورې باید په دې باب لازیات  کارونه ترسره شي. امینه محمد همداراز ټينګار کړی ؤ باید  په افغانستان کې د میرمنو په ضد د طالبانو دمحدودیّتونو دختمولو لپاره  لارې چارې ولټول شي.

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی، له  دې مخکې  دملګروملتو د عمومی اسمبلۍ مشر ډنیس افرانسیّس هم دخبریالانو په ټول کې په افغانستان  کې د میرمنو او انجونو  دزده کړې دممنوعیّت  ته په اشارې سره  وئیلي وو،زه له افغان چارواکو غواړم ، چې په دغه سیاست دې بیا کتنه وکړي او   انجونو ته دې اجازت ورکړي ،څو ښونځیو ته لاړې شي  او زده کړې وکړي څو  دخپلې ټولنې په پراختیا کې  غوره رول ولوبولی شي.