د اسلواکیه په انتخاباتو کښې د روسیې ملاتړی کاندید بریالی شو
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلواکیه هیواد پخوانی کیڼ پال لومړی وزیر «رابرټ فیکو»چې د اوکراین د جنګ د ختمولو لپاره د سولې د خبرو اترو او د جنګ په پلمه اوکراین ته د لویدیځو هیوادونو د پوځي تجهیزاتو او د وسلو د استولو د بندولو غوښتونکی دی د اسلواکیه د پارلمان په وارمخکې انتخاباتو کښې بریالی شو.
د اسلواکیه د سوشل ډیموکراسۍ ګوند غړي او پخوانی کیڼ پال لومړی وزیر رابرټ فیکو چې د روسیې ملاتړی او په اوکراین کښې د جنګ په پلمه دغه هیواد ته د لویدیځو هیوادونو د وسلو د استولو مخالف دی پرون د پارلمان په انتخاباتو کښې د ترقي خواه ګوند سیال ته ماتي ورکړه او بریالی شو.
د اسلواکیه د انتخاباتو اته نوي(۹۸) فیصده حوزو وښودله رابرټ فیکو ته اړونده د سوشل ډیموکراسۍ ګوند د پارلمان په وارمخکې انتخاباتو کښې درویشت اعشاریه اوه دیرش فیصده رایې وګتلې.
د اسلواکیه ترقي غواړه ګوند هم د شپاړس اعشاریه شپږاتیا فیصده رایو په ترلاسه کولو سره د پارلمان په وارمخکې انتخاباتو کښې دوهم مقام ترلاسه کړی او سوشل ډیموکراټ ګوند هم په پینځلس اعشاریه درې فیصده رایو ګټلو سره دریم مقام ترلاسه کړی دی.
د اسلواکیه نوي منتخب شوي لومړي وزیر رابرټ فیکو ژمنه کړي وه چې په اوکراین کښې د جنګ په پلمه به دغه هیواد د وسلو او د پوځي تجهیزاتو استول بند کړي.