د اسلواکیه په انتخاباتو کښې د روسیې ملاتړی کاندید بریالی شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i139324-د_اسلواکیه_په_انتخاباتو_کښې_د_روسیې_ملاتړی_کاندید_بریالی_شو
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلواکیه هیواد پخوانی کیڼ پال لومړی وزیر «رابرټ فیکو»چې د اوکراین د جنګ د ختمولو لپاره د سولې د خبرو اترو او د جنګ په پلمه اوکراین ته د لویدیځو هیوادونو د پوځي تجهیزاتو او د وسلو د استولو د بندولو غوښتونکی دی د اسلواکیه د پارلمان په وارمخکې انتخاباتو کښې بریالی شو.
(last modified 2023-10-01T09:34:20+00:00 )
Oct 01, 2023 10:43 Asia/Kabul
  • د اسلواکیه په انتخاباتو کښې د روسیې ملاتړی کاندید بریالی شو

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلواکیه هیواد پخوانی کیڼ پال لومړی وزیر «رابرټ فیکو»چې د اوکراین د جنګ د ختمولو لپاره د سولې د خبرو اترو او د جنګ په پلمه اوکراین ته د لویدیځو هیوادونو د پوځي تجهیزاتو او د وسلو د استولو د بندولو غوښتونکی دی د اسلواکیه د پارلمان په وارمخکې انتخاباتو کښې بریالی شو.

د اسلواکیه د سوشل ډیموکراسۍ ګوند غړي او پخوانی کیڼ پال لومړی وزیر رابرټ فیکو چې د روسیې ملاتړی او په اوکراین کښې د جنګ په پلمه دغه هیواد ته د لویدیځو هیوادونو د وسلو د استولو مخالف دی پرون د پارلمان په انتخاباتو کښې د ترقي خواه ګوند سیال ته ماتي ورکړه او بریالی شو.

د اسلواکیه د  انتخاباتو اته نوي(۹۸) فیصده حوزو وښودله رابرټ فیکو ته اړونده د سوشل ډیموکراسۍ ګوند د پارلمان په وارمخکې انتخاباتو کښې درویشت اعشاریه اوه دیرش فیصده رایې وګتلې.

د اسلواکیه ترقي غواړه ګوند هم د شپاړس اعشاریه شپږاتیا فیصده رایو په ترلاسه کولو سره د پارلمان په وارمخکې انتخاباتو کښې دوهم مقام ترلاسه کړی  او سوشل ډیموکراټ ګوند هم په پینځلس اعشاریه درې فیصده رایو ګټلو سره دریم مقام ترلاسه کړی دی.

د اسلواکیه نوي منتخب شوي لومړي وزیر رابرټ فیکو ژمنه کړي وه چې په اوکراین کښې د جنګ په پلمه به دغه هیواد د وسلو او د پوځي تجهیزاتو استول بند  کړي.