اوکراین ته په مرستوکې له ګډوډی د بایډن اندیښنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i139512-اوکراین_ته_په_مرستوکې_له_ګډوډی_د_بایډن_اندیښنه
بایدن د دې پوښتنې په ځواب کی ایا اندیښمن دی امریکا په کانګرس کی د موجودې بی نظمۍ په دلیل اوکراین ته د مرستې په وړاندی کولو کې خپلې ژمنې عملي نکړې شي ، وویل دغې موضوع زه اندیښمن کړی یم خو له دې سره سره ډاډمن یم چی په کانګرس او سنا کی د دواړو ګوندونو استازیو اکثریت مخکې اعلان کړی دی چی اوکراین ته د مرستو له وړاندی کولو ملاتړ کوي .
(last modified 2023-10-05T07:17:43+00:00 )
Oct 05, 2023 11:45 Asia/Kabul
  • اوکراین ته په مرستوکې له ګډوډی د بایډن اندیښنه

بایدن د دې پوښتنې په ځواب کی ایا اندیښمن دی امریکا په کانګرس کی د موجودې بی نظمۍ په دلیل اوکراین ته د مرستې په وړاندی کولو کې خپلې ژمنې عملي نکړې شي ، وویل دغې موضوع زه اندیښمن کړی یم خو له دې سره سره ډاډمن یم چی په کانګرس او سنا کی د دواړو ګوندونو استازیو اکثریت مخکې اعلان کړی دی چی اوکراین ته د مرستو له وړاندی کولو ملاتړ کوي .

اوکراین ته په مرستوکې له ګډوډی د بایډن اندیښنه

 

د جمهوري غواړو داخلي نښتو په پارلیمان کې د بودجې مزکرات پیچلي کړي دي او د بایډن دولت د بهرنی سیاست د اصلی لومړیتوب په توګه له کی یف د ملاتړ له دوامه د سپینې ماڼۍ د اندیښنې سبب شوی دی . په دې لړ کی د امریکا ولسمشر بایدن د شورو په ورځ اندیښنه څرګنده کړه چی په کانګرس کې ګډوډې ممکنه ده یوکرین ته د دغه هیواد د مرستو په وړاندی کولو کې د ګډوډی د رامینځته کیدا سبب شي .

بایدن د دې پوښتنې په ځواب کی ایا اندیښمن دی امریکا په کانګرس کی د موجودې بی نظمۍ په دلیل اوکراین ته د مرستې په وړاندی کولو کې خپلې ژمنې عملي نکړې شي ، وویل دغې موضوع زه اندیښمن کړی یم خو له  دې سره سره ډاډمن یم چی په کانګرس او سنا کی د دواړو ګوندونو استازیو اکثریت  مخکې اعلان کړی دی چی اوکراین ته د مرستو له وړاندی کولو ملاتړ کوي .

کی یف ته د واشنګټن د مرستو د دوام په اړه د بایدن د اندیښنې څرګندول په پارلیمان کی وروستیو بدلونونو ته په پام سره چی د پارلیمان مشر کوین مک کارټي د څنګته شو ، وروستی ترسره شوی دی .

مهم ټکی دا چی په پارلیمان کی اورپکي جمهوري غواړي د روسیې پرضد د جنګ لپاره کی یف ته د واشنګټن د مرستو له دوام سره سخت مخالف دی او اوکراین ته د امریکا د مرستو د غوڅولو غوښتونکي دي .

بایدن د ۲۰۲۳ کال په جولای میاشت کې د دغه هیواد له کانګرس غوښتی وو چی اوکراین ته تر ۲۴ میلیارډ ډالرو زیاتې مرستې تصویب کړی . سپینې ماڼۍ د نهې په ورځ  اعلان وکړ چی د اوسنی موقته بودجې سویه به تر کابو دو نورو میاشتو پورې دوام ولری چی دا چاره په دې معنا ده چی تر راتلونکیو دو میاشتو پورې به په کانګرس کې اوکراین ته د زیاتې مرستې تصویبیدا امکان نه وی .

مهمه مسله دا چی اوس د جمهوري غواړو معتدلو او اورپکو استازیو ترمینځ په شخړه کی د پارلیمان د راتلونکی مشر د انتخاب امکان په شکونو کې دی او حتی د جمهوري غواړو استازیو د اجماع او یوه نوی مشر د انتخاب په بڼه کې د اورپکی خواورې اصلی غوښتنه یعنی اوکراین ته د مرستو کمول یا غوڅول د هغو د غوښتنو په سر کی وی . په دې مینځ و میان کې د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ لپاره د جمهوری غواړو مهم کاندید ټرمپ وروستی دریځ د اورپکو جمهوری غواړو د دریځ له پیاوړتیا سره مرسته کوی . ټرمپ وړاندیز وکړ واشنګټن هغه لګښتونه چی د اوکراین لپاره کړی دي چی د هغه په وینا ۱۷۵ میلیار‌ډ ډالره کیږي ، تر هغه چی اروپا په دغه لګښت کې له امریکا سره نده برابره شوی ، ودروي . ټرمپ وویل تر هغه وخته چی اروپا له هغو پیسو سره چی امریکا د اوکراین لپاره لګوي برابره نشی ، هیڅ ډالر باید ورنکړل شی .

البته بایډن مخکی ویلی وو چی اوکراین ته د مرستې د وړاندی کولو د دوام لپاره ځای ناستی ټاکنه شته ده خو په دې اړه یې له نور څه ویلو ډډه کړی وه . هغه روده چی په تیر وخت کی اوکراین ته د مرستو د زیاتولو لپاره د سپنې ماڼۍ لخوا استفاده شوی ده ، دپیسو د بیا پلانونې په نوم یو مالی اوزار چی دغه مالی اوزار د سملاسي اړتیاو د لیری کولو لپاره د پنټاګون په اکاونټونو کې د پیسو د ځای پر ځای کولو لپاره استفاده کیږی .