هند د کاناډا ۴۰ ډیپلوماټان وباسي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i139518-هند_د_کاناډا_۴۰_ډیپلوماټان_وباسي
د هندي رسنیو په وینا، هند ګواښ کړی چې د اکتوبر له لسمې وروسته به په هند کې د هر هغه کاناډایي دیپلومات سفارتي مصونیت لغوه کړي چې په هند کې پاتې کېږي.
(last modified 2023-10-05T20:49:55+00:00 )
Oct 06, 2023 01:18 Asia/Kabul
  • هند د کاناډا ۴۰ ډیپلوماټان وباسي

د هندي رسنیو په وینا، هند ګواښ کړی چې د اکتوبر له لسمې وروسته به په هند کې د هر هغه کاناډایي دیپلومات سفارتي مصونیت لغوه کړي چې په هند کې پاتې کېږي.

 

د هند حکومت له کاناډايي چارواکو غوښتي چې له دغه هېواده خپل ۴۰ دیپلوماتان وباسي.

هندي رسنیو اعلان کړی چې د دغه هیواد حکومت کاناډا ته ویلي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د دیپلوماتیکو شخړو د زیاتیدو په صورت کې به د اکټوبر په لسمه له هند څخه خپل څلویښت ډیپلوماتان وباسي.

د هندي رسنیو په وینا، هند ګواښ کړی چې د اکتوبر له لسمې وروسته به په هند کې د هر هغه کاناډایي دیپلومات سفارتي مصونیت لغوه کړي چې په هند کې پاتې کېږي.

هند له کاناډا غوښتي چې د اکتوبر تر ۱۰مې پورې شاوخوا ۴۰ دیپلوماتان وباسي، وروسته له هغه چې د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو وویل چې نوی ډیلي ښايي په کاناډا کې د سکهانو د خپلواکۍ د یوه فعال په وژنه کې لاس ولري.

هند اعلان وکړ چې غواړي په دواړو هیوادونو کې د ډیپلوماتیکو ماموریتونو شمیر او رتبې "تنظیم" کړي. ټروډو په سپتمبر کې وویل چې کاناډا د "باور وړ تورونو" پلټنه کوي چې احتمالا د هندي چارواکو سره د جون د 18 په برتانیا کې د دوه نقاب پوش وسله والو لخوا د هردیپ سینګ په وژنه کې تړاو لري.

 

له پېښې وروسته کاناډا یو لوړپوړی هندي دیپلومات چې ویل کېږي د هند له بهرنیو استخباراتو سره یې تړاو درلود له هېواده وایستل. د اوټاوا د دې اقدام په غبرګون کې هندي چارواکو د کاناډا د یوه جګپوړي ډیپلوماټ د شړلو پرېکړه اعلان کړه او له هغه یې وغوښتل چې په پنځو ورځو کې له دغه هېواده ووځي.