د روسیې د راکټي حملو له امله ۵۱ ملکیان وژل شوي
Oct 06, 2023 09:06 Asia/Kabul
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي دغه مرګونی برید په بشپړ ډول قصدي ترهګریز برید بللی دی.
د آزادۍ راډیو د خبر له مخې، د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ایهور کلیمینکو وايي، په اوکراین کې د روسیې د راکټي حملو په نتیجه کې د یوه ماشوم په ګډون، لږ تر لږه ۵۱ ملکیان وژل شوي دي.
نوموړي پرون وویل چې په دې برید کې د خارکېیف شمال ختیځ ته په کوپیانسک سیمه کې یوه هټۍ او یوه قهوه خونه په نښه شوې.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي دغه مرګونی برید په بشپړ ډول قصدي ترهګریز برید بللی دی.
زیلینسکي لیکلي چې د روسیې ترهګري باید ودرول شي.
روسي چارواکو تر اوسه د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.
ټیګونه