ایران د فلسطین د حماس په عملیاتو کښې لاس نلري
Oct 08, 2023 07:41 Asia/Kabul
رویټرز خبري اژانس راپور راکړی د امریکا یوه چارواکي د فلسطین د« الاقصی د طوفان» په عملیاتو کښې د ایران د لاس لرلو په هکله ادعاګانې رد کړې.
د امریکا د حکومت یوه لوړرتبه چارواکي نن سهار اعتراف وکړ چې د صهیونیسټ رژیم پرضد د فلسطین د حماس غورځنګ لخوا د الاقصی د طوفان په عملیاتو کښې د ایران د لاس لرلو په هکله هیڅ نښه نشته.
د امریکا دغه چارواکي چې غوښتل نوم یې ونه ښودل شي له رسنیو سره په مرکه کښې وویل سپینه ماڼۍ د تل اویو ملاتړ کوي او له دغه رژیم سره د ټولو ضروري مرستو لپاره چمتو دی.
هغه د صهیونیسټ رژیم له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره د امریکا د ولسمشر جوبایډن خبرو اترو ته د اشارې په ترڅ کښې له تل اویو سره د جوبایډن د حکومت د نویو پوځي مرستو کولو ژمنه وکړه.
ټیګونه