امریکا په سیمه کښې د اوسنیو جنګونو اصلي سرچینه ده
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سرګي ریابکوف په لویدیځې اسیا سیمې کښې د امریکا د سیاستونو د غندلو په ترڅ کښې واشنګټن په سیمه کښې د اوسنیو جنګونو اصلي سرچینه وباله.
هغه په دې خبرې سره چې امریکا د کړکیچ په شرایطو کښې له موجوده حالته د ناوړه استفادې کولو عادت لري وویل واشنګټن باید د اسرائیلو او د فلسطین د مقاومت ډلو ترمینځ د جنګ د سختیدا په اړه له خړو اوبو د کبانو نیول بند کړي.
په عین حال کښې د لویدیځې اسیا او د افریقا په چارو کښې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي میخائیل بوګدانف د فلسطین د ازادې غواړي غورځنګ پل ایل او (PLO) د اجرايي کمیټۍ له مشر سره په خبرو کښې سمدستي د اوربند د ټینګیدا او غزې تړانګې ته د اوبو او د خوراکي شیانو د استول کیدا غوښتنه وکړه.
هغه دغه راز په ماسکو کښې د مصر له سفیر ناضح النجاري سره په کتنه کښې د لویدیځې اسیا سیمې د کړکیچ په حل کولو او د صهیونیسټ رژیم او د فلسطین د مقاومت ډلو ترمینځ د سمدستي اوربند د ټینګیدا غوښتنه وکړه.