Oct 22, 2023 11:58 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران راډیو ډیرو خوږو مینه والو سلامونه او نیکې هیلې مو ومنئ. ورځپاڼو ته د کتنې له تازه برخې سره مو په خدمت کښې یوو. نن هم وړومبې د تهران ورځپاڼې او ورپسې به د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریک کړو.

د تهران ورځپاڼو په سر کښې جمهوري اسلامي ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې په غټو ټکیو لیکلي دي: په زوره د فلسطینیانو د ایستلو لپاره د صهیونیسټانو له دسیسې سره د مخالفت پراختیا.

تر دې سرټکي لاندې د ملګرو ملتو د سرمنشي انتونیو ګوترش له خولې راغلي دي: باید د د غزې د ماشومانو ویرونکی خوب پاې ته ورسول شي.

په نیواکي ټاټوبي کښې د ملګرو ملتو ځانګړي رپورټر بیا ویلي دي: د ملکي خلکو ټوټې کول، د ځان روا دفاع نه ده.

له بلې خوا د اسرائیلو د پوځ ویاند ویلي: د غزې تړانګې ته د سونګو د رسیدو اجازه نه ورکوو.

او د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس ویلي دي: فلسطین نه پریږدو او په خپل وطن کښې به پاتې شم.

جمهوري اسلامي په یو بل خبر کښې هم لیکلي چې په غزې باندې د صهیونیسټي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې ۲۲ خبریالان وژل شوي دي.

اخوا د انډونیشیا پخواني وزیراعظم ماهاتیر محمد ویلي دي: له اسرائیلو د امریکې ملاتړ د صهیونیسټانو د جنایتونو اصلي لامل دی.

ماهاتیر محمد چې په امریکايي ضده دریځنیونو مشهور دی، ټینګار وکړ چې که د امریکې حکومت له صهیونیسټي رژیمه خپل پراخ ملاتړ بند کړي نو اسرائیل د فلسطینیانو نسل وژنه جاري نه شي ساتلې.

همدې ورځپاڼې د نیویارک ټایمز په حواله هم یو سرټکي کښې لیکلي دي: د اسرائیلو اقتصاد له بې مخینې کړکیچ سره مخامخ دی.

جمهوري اسلامي ورځپاڼې د خپل وړومبي مخ په یو بل سرټکي کښې لیکلي دي: د بدلون په شعار سره پاکستان ته د نواز شریف ستنیدا...

په دې خبر کښې لولو: د پاکستان پخوانی وزیراعظم نواز شریف څلور کاله له هیواده بهر اوسیدو وروسته په داسې حال کښې پاکستان ته ستون شو چې د هیواد د برخلیک د بدلولو ادعا کوي او ګوند یې هم مدعي دی چې نواز شریف به له ټولو سیاسي ستونزو او قضايي دوسیو په تیریدو سره، دوباره وزیراعظم جوړ شي.

د مسلم لیګ نواز ګوند مشر چې د ۱۳۹۸ کال په لړم میاشت کښې د مالي فساد په دوسیو کښې د محکومیت په وجه زنداني کړی شوی و، د ناروغۍ او له هیواده بهر د درملنې په پلمه، په ضمانت خوشی شوی او لندن ته تلی و. نواز شریف پرون پس له څلورو کلونو له دبئ څخه اسلام آباد ته ورسید.

*/*/*/*/

د تهران چاپ افکار ورځپاڼې بیا په یو غټ سرټکي کښې لیکلي دي: غلې شه! د فلسطین له مظلومو خلکو سره خواخوږي جرم دی..

د بیان د آزادۍ په نامه دروغ......

تر دې سرټکي لاندې لولو: د غزې جنګ ثابته کړه چې د بیان د آزادۍ او د بشري حقوقو په شان مفاهیمو خپل ارزښت بایللی دی او یوازې د سترو قدرتونو لپاره یوه آله ده چې د کمزورو هیوادونو په ګټو د واکمنیدو لپاره خپلو جنایتونو ته په توجیه وړ توګه دوام ورکړي.

خبر زیاتوي: د طوفان الاقصی علیاتو ۱۵ ورځې وشوې خو د غزې په ټولو سیمو باندې ړندې بمبارۍ لاهم د ختمیدو نه دي. په غزې باندې د ځمکنۍ حملې لپاره (کاونټ ډاون) شروع شوی دی او د صهیونیسټي رژیم له خوا حتی په روغتون باندې بمباري هم نه ده توانیدلې چې د فلسطیني کډوالو د مرستې لپاره حتی د یو څو ساعتونو د (اوربند) د (وِټو) لپاره د لویدیځ مخه ونیسي.

د اروپا پارلیمان په غزه کښې د اسرائیلو د جنایتونو په اوج کښې د  ځان د دفاع لپاره د تل ابیب په ادعايي حق باندې له صهیونیسټانو څخه په داسې حال کښې په پوره ملاتړ باندې ټینګار کوي چې په هم دې ورځو کښې یې د «ساخاروف» په نامه د فکر د آزادۍ انعام، د بشري حقوقو د ښودلو لپاره مهسا امیني ته ورکوي، ګوندې چې د اخلاقو معیار د واکمنیو د سیاسي ګټو په واسطه بدلیږي. انسنیت، بشري حقوق او د ښځې، ماشوم او کورنۍ ارزښت یوازې هلته معنا ورکوي او مهم ګرځي چرته چې د سترو قدرتونو ګټې او طمعې پوره کړي او که داسې نه وي نو د څه باندې ۱۰۰۰ فلسطیني ماشومانو د وژل کیدو او د روغتون د بمباري کیدو په شان څرګندونو حقیقتونو باندې ښه په اسانه سترګې پټوي.

د غزې جنګ له بل هر وخت نه ډیره ثابته کړه چې نننۍ دنیا، د قوانینو او کنونشنونو او د بشري حقوقو نړۍ نه بلکې د بدماشۍ دنیا ده.

*/*/*

اوس به ابرار ورځپاڼه راواخلو چې دې هم د فلسطین موضوع ته پراخ انعکاس ورکړی دی. نو ځینو خبرونو ته یې یوه ځغلنده کتنه کوو، لیکي:

د ایران خارجه وزیر وویل: د الهي دینونو په سپکاوي او ورباندې په تیري او همداشان  د انسان په تاریخي او کلتوري میراث  باندې په حملې  د صهیونیسټي رژيم وحشیاني کړچار د داعش او نورو ترهګرو ډلو په شان دی.

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان هم د کاناډا له وزیراعظم سره په ټیلیفوني خبرو کښې ویلي دي: ریاض د غزې د محاصرې د ختمیدو او د دغې سیمې خلکو ته د طبي او انساني مرستو د رسیدو غوښتونکی دی.

بن سلمان هم داشان ویلي دي: په زوره د خلکو د ایستلو او شړلو مخالف یوو.

د ایران یو پارلیماني استازي هم ویلي دي دنیا به د صهیونیسټي رژیم له جنایتونو د امریکې ملاتړ هیر نه کړي او د «بشري حقوقو» په کلمې باید وژاړو چې د جنایتکارانو د لاس په آلې بدل شوي دي.

او

د قطر او حماس د خبرواترو په نتیجه کښې، د حماس له خوا نیول شوي دوه امریکایان خوشې کړې شول.

*/*/*/

او له تهرانه چاپیدونکې کیهان ورځپاڼې هم د غزې او فلسطین موضوع ته پوره انعکاس ورکړی دی او په خپل وړومبي مخ یې د انځورونو په چاپولو سره لیکلي دي:

له سډنې او لندنه واخلې تر نیویارک او قاهرې پورې پراخې صهیونیسټي ضده مظاهرې.

له دې سرټکي لاندې راغلي دي: له هغو محدودیتونو سره سره چې د فیس بک او انسټاګرام په شمول لویدیځو انټرنیټي پلیټ فارمونو او د پخواني ټویټر (ایکس) په شمول نورو ارتباطي شبکو په غزې او فلسطین پورې د اړونده خبرونو او بدلونونو لپاره وضع کړي دي، خو د ټولې نړۍ عامه افکار او خلک، د فلسطین د بدلونونو په هکله بیدار او هوښیار دي او د دنیا له ختیځ نه واخلې تر لویدیځه پورې ډیر خلک په غزه کښې د صهیونیسټانو جنګي جنایتونه غندي.

په دې تړاؤ عبري ژبې ورځپاڼې «اسرائیل هیوم» خبر ورکړی چې په لندن کښې «یو لاک» خلکو د فلسطینیانو په ملاتړ او له اسرائیلو سره په مخالفت کښې مظاهرې وکړې.

همداشان د جرمني خلکو د فلسطین د ولس خلاف د صهیونیسټي رژیم له جنایتکارو بریدونو په غندنې او له غزې څخه په ملاتړ کښې مظاهرې وکړې. په تیونس کښې هم خلکو د غزې له خلکو سره د پيوستون مظاهرې وکړې او په کښې تیونسي ماشومان، په غزه کښې د فلسطیني ماشومانو په یاد کښې وژړیدل.

د آیرلینډ د فټبال د سیالۍ تماشچیان هم د غزې له خلکو سره د پيوستون او د هغوي خلاف د صهیونیسټي رژیم د وحشیانه حملو د غندنې د اعلانولو لپاره، د فلسطین په بیرغونو سره لوبغالي ته لاړل. د اسپانیا د اوساسونا ټیم مینه والو هم د لالیګا په لسمه اونۍ، سټیډیم د فلسطین په بیرغ سنګار کړ.

له غزې د ملاتړ مظاهرې د امریکې په پلازمینې واشنګټن او هم داشان د نیویارک په شمول پد امریکې په ځینو ښارونو کښې هم ترسره شوې او مظاهره چیانو په خپلو شعارونو کښې وویل چې جوبایډن له ډله ایزې وژلې ملاتړ کوي. دغه مظاهرې د ساړه او باران باوجود ترسره شوې.

اخوا په تایلینډ کښې هم د غزې خلاف حملو باندې اعتراض کښې، په بینکاک کښې د صهیونیسټي رژيم د سفارت مخې ته مظاهرې وشوې.

د ایټالیا رسنیو هم په پلازمینه روم کښې، د غزې له خلکو په ملاتړ کښې د ولسي مظاهرو خبر ورکړ او ورته مظاهرې د اسپانیا په میډریډ ښار کښې هم وشوې.

*/*/*

ژباړه او ترتیب: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه