امریکا د نوي نظم د رامینځته کولو وس نلري
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د ولسمشر د دفتر ویاند دمیتري پسکوف وویل: امریکا د نوي نړیوال نظم د جوړولو جوګه نه ده.
د امریکا ولسمشر جوبایډن په تیرې شنبې ورځ په دې خبرې سره چې بشریت نوي نړیوال نظم ته ضرورت لري ادعا وکړه که چیرې امریکا په خپل ځان باندې کافي اعتماد او جسارت ولري نو د دغه نوي نړیوال نظم د جوړولو جوګه به وي.
د روسیې د ولسمشر د دفتر ویاند دمیتري پسکوف وویل ماسکو د امریکا د ولسمشر د جوبایډن له دغو خبرو سره چې ویلي یې دي دنیا نوي نړیوال نظم ته اړتیا لري موافق دی خو د واشنګټن لخوا د دغه نوي نړیوال نظم له جوړولو سره موافق نه دی.
هغه وویل دنیا د کاملا متفاوتو اصولو پراساس نوي نړیوال نظم ته ضرورت لري داسې نظم چې پکښې د نړیوال حکومت ټول مکانیزمونه باید د کومو خاصو هیوادونو په انحصار کښې نه وي.
دمیتیري پسکوف وویل له نوي نړیوال نظم څخه د امریکا هدف دا دی چې دغه نظم د واشنګټن ګیرچاپیر وچورلي.