Oct 31, 2023 12:12 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران راډیو قدرمنو مینه والو السلام علیکم! ورځپاڼو ته د کتنې له یو بل پروګرام سره مو په خدمت کښې یوو، نن به هم اول د ایران او ورپسې به د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې درسره شریکې کړو

په سر کښې له تهرانه چاپیدونکې کیهان ورځپاڼه راخلو چې د خپلو بهرنیو خبرونو د برخې په یو سرټکي کښې یې لیکلي دي: د پاکستان په پاراچنار کښې مذهبي جنګ ۵۰ تنه ووژل.

د خبر په تفصیل کښې لولو چې د پاکستان د خیبر پختونخوا صوبې پاراچنار  ښار چي د افغانستان له سرحد سره نږدې دی، کلونه کیږي چي د فرقه پالو ډلو ټپلو د بریدونو سره مخ دی، او د دې سیمې شیعه مسلمانانو ته د سر او مال درانه تاوانونه اوښتې دي.

په خبر کښې د پاکستاني رسنیو په حواله راغلي چې د پاراچنار په ښار باندې دغه بریدونه له ۶ ورځو راهیسې ردوان دي چي په کښې له ۵۰ نه زیات کسان وژل شوي دي، پاکستاني چارواکو دغه بریدونه د فرقه پالو له لورې بللې دي.

په پاراچنار کې له دغو نښتو سره سم، ګرځبندیز اعلان شوی، اینټرنیټ بند شوی او حتي د دې ښار د ۷۰ سلنه سیمو بریښنا هم بنده شوې ده. پاکستاني چارواکو اعلان کړی دی په پاراچنار کې اوربند ټینګ شوی او د حکومت په مینځګړیتوب سوله شوې ده خو د ځایي سرچینو په حواله سوله نه ده شوې او د سیمې په مشرانو مشتمله امن جرګه ناکامه شوې ده.

په پاکستان کې د وحدت مسلمین  ګوند مشر د پاراچنار پېښو ته په  اشارې سره ویلي دي چي دښمن د شیعه او سنی تر مینځ د اختلافاتو د رامینځ ته کولو په لټه کې دي او حکومت ته پکار دي چې د دغو بریدونو عاملین ونیسي او سزا کړي.

پاراچنار ښار د کرمې ایجنسۍ مرکز او شیعه میشته سیمه ده چي په دې وروستیو کلونو کې د تکفیري فرقه پالو او ترهګرو ډلګیو د بریدونو قرباني شوې ده.

*/

«اسرائیلي رسنۍ نن سبا د سید حسن نصر ا... په هکله څه وايي؟»

دا د کیهان د یوې مقالې عنوان دی چې په دوام کښې یې لیکلي دي: نن سبا د حزب ا... بیابیا سرحدي عملیات او د دغه غورځنګ د مشر سید حسن نصر ا... چپتیا د اسرائیلو د اپارټایډ رژيم لپاره په یوې ویرونکې معما بدله شوې ده.

دښمنان د هغه د شتون له مخکښې نه او حتی له دوستانو یې زیات د شتون په تمه دي، د حسن نصر ا... غیبت د هغه د دښمنانو د ویرې او لالهاندۍ لامل شوی دی، صهیونیسټان په تیره بیا د لبنان پولې د نزدې ښارګیو اوسیدونکي د هغه په خبرو باندې د خپل رژيم د مشرانو له ویناؤ ډیر باور لري ځکه پوهیږي چې هر کله یې ژمنه کړې، عمل یې پرې کړی دی او د هغه د ګوتې په یوې وړې اشارې سره به ستره پیښه رامینځته شي.

په دې حالاتو کښې د لبنان حزب ا... په یوې خبرپاڼې کښې د روانې اونۍ د جمعې په ورځ د فلسطین د بدلونونو په اړه د دغه ګوند د عمومي منشي سید حسن نصرا... د وینا خبر ورکړی دی او څرګنده ده چې دا خبر د صهیونیسټانو او د هغوي د رسنیو لپاره څومره مهم دی.

*/*/*/

د کیهان په شان د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې هم د غزې خلاف د اسرائیلو روانو بریدونو په تیره بیا د ځمکنۍ حملو په هکله د خپل وړومبي مخ په غټ سرټکي کښې لیکلي دي: غزه کښې په ځمکني پرمختګ کښې د صهیونیسټي رژيم د پوځ ماتې.

د دې خبر په ځینو برخو کښې لولو چې د اسرائیلو ټانکونه د غزې صلاح الدین سړک ته رسیدلي وو.

د دې خبر به دوام کښې لولو چې په غزې باندې د صهیونیسټي رژیم د پوځ له خوا له څو ځمکنیو بریدونو او د هغو ویډیوګانو له خپرولو وروسته چې د غزې په صلاح الدین نومې سړک کښې یې له ټینکونو خپرې شوې، شواهد ښودنه کوي چې د دغه رژيم د سیاسي او پوځي چارواکو پرله پسې ګواښونو هیڅ ګټه نه ده کړې او غزې ته د ننوتو لپاره د هغوي طرحو او پلانونو ماتې خوړلې ده او ځمکنیو حملو یې ماتې خوړلې ده.

اخوا صهیونیسټي اسیران نتانیاهو ته سخت په قهر دي، هغوي وايي: سمدستي مو آزاد کړئ.

په غزه کښې صهیونیسټي اسیران چې د خپلې آزادۍ په لړ کښې د نتانیاهو د کابینې په لټۍ قهریدلي دي، نتانیاهو ته په خطاب کښې یې چغې ووهلې.

یوه ښارګي میشته اسیره ښځه، په هغې ویډیو کښې چې د حماس پوځي څانګې «د عزام الدین قسام کنډکونو» خپره کړې ده، وايي: مونږ هم دا اوس ستانه کړئ. نتانیاهو له سیاسي او پوځي نظره ماتې وخوړله او مونږ له هغه غواړو چې ټول اسیران سمدستي ستانه کړي.

هغه زیاته کړه: د اوربند د ټینګیدو او د ټولو اسیران د آزادیدو بحث مطرح شو خو ته ترې شاته شوې. مونږ بیګناه یوو او حکومت ته مالیات ورکوو، مونږ اوس دلته اسیران یوو، بې له هیڅ شرطه، ته مونږ وژنې، آیا غواړې چې مونږ ټول قتل کړې؟ ته له پوځ نه غواړې چې ټول ووژني، دا بس نه ده چې ټول دې نابود کړل؟ آیا بس نه ده چې ډیر اسرائیلیان ووژل شول؟ همدا اوس مونږ آزاد کړه.

جمهوري اسلامي همداشان لیکلي چې اسرائیلو په غزه کښې ۴۷ جوماتونه او ۷ کلیساوې ورانې کړې دي او د فلسطینیانو وژله د نړیوالې چپتیا په سیوري کښې روانه ده.

د ورځپاڼې په یو بل سرټکي کښې لولو چې د ایران د یهودیانو ټولنې هم د اسرائیلو د جنایتونو په غندنه کښې تجمع کړې ده.

له بلې خوا طالبانو د افغانستان په بلخ ولایت کښې ښځینه خیاطۍ بندې کړې.

په بلخ کښې ځايي سرچینې وايي چې طالبانو د مزار شریف ښار په ټولو سیمو کښې د ښځو د کالیو ګنډولو دکانونه بند کړي دي.

طالبانو ښځینه درزیانو ته د ویلي دي چې د مزار شریف ښار یوازې په «نور پلازه» کښې د فعالیت اجازه لري.

*/*/*/

بهرنۍ ورځپاڼې:

یو شمېر پاکستانۍ ورځپاڼو د پاکستان د حکومت هغه مهلت ته پام اړولی چې نن سې شنبې پوره کیږي او له مخې یې باید په دې هېواد کې مېشت ټول بې اسناده افغان کډوال ووځي، که نه دوی به یې په زور وباسي.

نیشن The Nation ورځپاڼه لیکي، د افغان کډوالو په ګډون د نورو هېوادونو بې اسناده کډوالو ته چې په پاکستان کې اوسي، د څه باندې یوې میاشتې مخکې مهلت ورکولو وروسته په زرګونو کډوال له پاکستانه وتلي او خپلو هیوادونو ته ستانه شوي، خو ډېر نور په دې هېواد کې پټ دي چې د حکومت له دغه خبرداري ځان بچ کړي.

د ورځپاڼې په لیکنه، مخکې له دې چې دغه مهلت پوره شي، د پاکستان د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بوګتي یوځل بیا خبرداری ورکړ چې د هغوی په وړاندې به چې هڅه کوي ځانونه پټ کړي او د هغو ځایونو په وړاندې به چې په پاکستان کې دغو غیرقانوني کډوالوته اسانتیاوې برابروي، جدي اقدامات وکړي.

د نیشن په لیکنه، هغه وویل چې حكومت په ټول پاكستان كې د ټولو غيرقانوني كډوالو په اړه معلومات راټول کړي او د وروستي مهلت له پای ته رسیدو وروسته به هغوی له نیول کیدو وروسته هغو مرکزونو ته ولیږدول شي چې د اداري اجرائاتو له بشپړیدو وروسته به په زوره خپلو هېوادونو ته ستنول کیږي.

د پاکستاني چارواکو په خبره، په دې هېواد کې ۱،۷ میلیونه افغان کډوال د اوسیدو قانوني اسناد نه لري.

په عین حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون دوشنبې په یوه اعلامیه کې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان د حکومت د پریکړې په اړه د ملګروملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ د اعلامیې په وړاندې غبرګون ښکاره کړ اوپه دې اړه یې له خپلې پریکړې بیا دفاع وکړه.

 */*/*/*/*

ګارډین ورځپاڼې بیا لیکي، هغه افغانان به چې له طالبانو تښتیدلي او برېتانیا ته رسیدلي، په را روان کرسمس یا د عیسیانو د جشن په مهال به بې کوره وي.

سیمه ییزو شوراګانو ویلي چې د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت هغو کسانو ته چې په افغانستان کې یې د برېتانیا لپاره کار کاوه، د ډسمبرپنځلسمه له هوټلونو د وتلو لپاره وروستۍ مهلت ورکړی دی.

د ګارډین په لیکنه، له هوټلونو د اېستلو په اړه د کورنیو چارو وزارت له لوري د ټاکلي دغه دوهم ځلي ضرب الاجل له مخې د کرسمس د جشن له ورځو مخکې به له زرو زیات افغانان په برېتانیا کې بې کوره شي.

ګارډین وړاندې لیکي، کله چې د کورنیو چارو وزارت له هوټلونو د دغو افغانانو د وتلو لپاره تېره اوونۍ د ډسمبر۱۵ نوې نېټه وټاکله، د سیمه ییزو حکومتو اتحادیې، LGA له خطر سره مخ افغانانو شمېر په ډاګه کړ چې پکې کورنۍ هم شاملې دي.

د ورځپاڼې په لیکنه، د اتحادیې مشرانو د پنجشنبې د ورځې په غونډه کې د مهاجرینو د چارو پر وزیر رابرټ جنریک فشار راوست چې د افغانانو او اوکراینانو د هستوګنې لپاره زیات امکانات برابرکړي، خو هغه د زیات څه ژمنه ونکړه.

LGA وايي، یو شمېر هغه افغانان چې په افغانستان کې یې د برېتانیا د ګټو د خوندي کولو لپاره کارکاوه او څه باندې دوه کاله مخکې له کابله وتلي، لا د مخه د حکومت له خوا له هوټلونو اېستل شوي دي.

د ګارډین په لیکنه، د پخوانیو پوځیانو د چارو وزیر جاني میرسیر ویلي، که هغه افغانان چې د برېتانیا له حکومت سره یې کارکړی، په واټونو کې ژوند کولو ته اړشي نو دا به د ده لپاره ناکامي وي، خو د ده په خبره داسې نه دي شوي او نه به هم وشي.

په ګارډین کې وړاندې لولو چې دغه ستونزه له پاکستانه برېتانیا ته له نویو لیږدول شویو افغانانو سره لا زیاته شوې او داسې ښکاري چې دوی د دفاع وزارت په پخوانیو ملکیتونو کې ځای پرځای کیږي، خو د شوراګانو په باور چې ځینې به یې ښایي هغو هوټلونو ته ولیږدول شي چې حکومت هوډ کړی هغه له پناه غوښتونکو خالي کړي.

د ګارډین په لیکنه، له پاکستانه د افغان کډ‌والو لومړۍ الوتکه د تېرې جمعې په ورځ برېتانیا ته ورسیده، خو نور ۳۲۰۰ افغانان چې د برېتانیا د حکومت یا د برېتانیا د پوځ لپاره یې کارکړی او د برېتانیا ویزو ته منتظردي، په پاکستان کې پاتې دي.

*/*/*/*/

ترجمه او ترتیب: عبدالماجد درانی

 

 

ټیګونه