«د لوږې جنګ»، امریکې د تاریخ ستر خونړي هم شاته پریښودل
د تهران راډیو قدرمنو مینه والو ورځپاڼو ته د کتنې له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یوو. نن به هم اول د تهران او ورپسې به د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب، خبرونه، تبصرې او مقالې درسره شریکړې کړو.
د تهران ورځپاڼو په سر کښې جمهوري اسلامي ورځپاڼه راخلو چې د تهران چاپ د کابو ټولو ورځپاڼو په څیر یې خپل وړومبې خبر د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره د عراق د وزیراعظم د ملاقات خبر راخیستی دی او په غټو ټکیو یې لیکلي دي: په غزې باندې د بمبارۍ د بندولو لپاره د ایران او عراق غږمله کوشش او په امریکې او صهیونیسټي رژیم باندې د سیاسي دباؤ زیاتول ضروري دي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر وفرمایل: عراق په سیمه کښې د یو مهم هیواد په توګه کوې شي په امریکې او صهیونیسټي رژيم باندې د سیاسي دباؤنو د زیاتولو په برخه کښې ځانګړی رول ولري او په اسلامي او عرب نړۍ کښې یوه نوې لیکه رامینځته کړي.
د عراق وزیراعظم هم په دغې کتنې کښې وویل: د عراق حکومت او ولس او همداشان کورني سیاسي بهیرونه د غزې په پیښه کښې له دغو مظلومو خلکو د ملاتړ په اوله لیکه کښې دي او د عراق حکومت په غزه کښې د جنایتونو د بندولو لپاره پراخې سیاسي هلې ځلې ترسره کړې دي.
جمهوري اسلامی په خپل اول مخ یو بل سرټکي کښې هم لیکلي دي: غزې ته سمدستي د مرستو د لیږلو لپاره د ملګرو ملتو د اتلسو ارګانونو غوښتنه.
د دې خبر ترڅنګ یې په سور خط لیکلي دي: د غزې د شهیدانو شمیر له ۱۰ زرو واوښته
د خبر په دوام کښې راغلي چې په غزه کښې د صهیونیسټانو د لیونډوله جنایتونو له امله په ورځ کښې تر ۴۲۰ پورې مظلوم ماشومان قتلِ عام کیږي.
د انګلستان د پارلیمان یو غړي بیا ویلي دي: اسرائیل باید څومره ماشومان ووژني چې تاسو یې بایکاټ کړئ؟
د آیرلینډ د پارلیمان غړي ریچارډ بویډ برټ په دغه ارګان کښې په خپلې رسمي وینا کښې، د لویدیځو هیوادونو مشرانو او د پارلیمان غړو ته په خطاب کښې له هغوي پوښتنه وکړه: اسرائیل باید په غزه کښې څومره ماشومان ووژني تر څو تاسې پرې بندیز ولګوئ.
هغه وویل: له تاسو یوه پوښتنه کوم، اسرائیل باید څومره فلسطیني، ښځې، سړي او ماشومان قتلِ عام کړي؟ او څومره جنایتونه باید ترسره کړي؟ اسرائیل باید د غزې خلکو ته څومره مرګ ژوبله واړوي او فلسطین څومره نور تباه کړي تر څو تاسو یې پر خلاف د بندیزونو غوښتنه وکړئ او د اسرائیلو سفیر له خپل هیواده وباسئ او د انسانیت خلاف جنایتونو او جنګي جنایتونو په وجه یې د جزا نړیوالې محکمې ته وړاندې کړئ؟
له بلې خوا د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسئول جوزف بورل ویلي دي: روانه ټریجډي چې په مینځني ختیځ کښې روانه ده، د ډله ایزې سیاسي او اخلاقي ماتې نتیجه ده.
دا په داسې حال کښې دي چې د انګلستان د لیبر ګوند ۱۱ غړو له غزې په ملاتړ کښې استعفا ورکړه.
د برینلي ښار د ښاري شورا مشر افراسیاب انور او د دغې شورا ۱۰ غړو په غزه کښې د نښتو په هکله د کارګر یا لیبر ګوند د مشر د دریځ په وجه، په دغه ګوند کښې له غړیتوبه استعفا ورکړه.
*/*/*/*/*/
کیهان:
له تهرانه چاپیدونکې کیهان ورځپاڼې هم په خپل وړومبي مخ د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره د عراق د وزیراعظم د ملاقات انځور راخیستی چې د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي هم په کښې موجود دی او ورسره یې په غټو ټکیو لیکلي دي: صهیونیسټي رژیم د غزې په جنګ کښې حقیقي ماتې خوړلی دی.
ګرانو مینه والو دا خبر په هم دې ځاې پریږدو او د ځینو نورو خبرونو لنډیز یې درسره شریکوو چې په دا ډول دي: د غزې په جنګ کښې د صهیونیسټي رژیم د پوځ لپاره پراخ اقتصادي زیانونه او انساني تلفات سبب شوي چې صهیونیسټان د بهرنیو تالي څټو د کارولو په فکر کښې شي. کیهان د اسپانیا د المونډو ورخپاڼې په حواله رپورټ ورکړی چې صهیونیسټي رژيم د غزې خلاف جنګ کښې، په اروپا کښې د پرائيویټ پوځي شرکتونو لاس پوڅي ځواکونه کاروي.
کیهان په یو بل خبر کښې په واشنګټن اګزامینر ورځپاڼې کښې د امریکايي چارواکي له خولې خپور شوي رپورټ ته په اشارې سره لیکلي دي چې په غزې تړانګې باندې په ځمکنۍ حملې د صهیونیسټي رژیم ټینګار به احتمالاً جنګ ته په پراخه پيمانه د لبنان د حزب ا... د وردانګلو سبب شي او دا د اسرائیلو لپاره غمیزه ناک کیدې شي.
له بلې خوا عراقي سرچینو ویلي چې د دغه هیواد په شمال او لویدیځ کښې د امریکې په پوځي اډو او همداشان د سوریې په ختیځ کښې د دغه هیواد په پوځي اډو باندې توغندوي او ډرون حملې لاهم پرله پسې روانې دي.
او د شمالي کوریا حکومتي رسنۍ ویلي چې دغه هیواد د کیم جونګ اون په حکم، په بریمنه توګه ترټولو پیاوړی ایټمي ځواک جوړ کړی او د نړۍ ترټولو مضبوط ایټمي توان ته رسیدلی دی.
*/*/*/*/
«د لوږې جنګ»، امریکې د تاریخ ستر خونړي هم شاته پریښودل
دا د تهران چاپ د ابرار ورځپاڼې وړومبې سرټکی دی او په تفصیل کښې یې راغلي دي: نړیوالو سازمانونو د غزې د خلکو خلاف د صهیونیسټي رژیم «د لوږې د جنګ» د پایلو په هکله خبرداري سره وویل چې غزې ته رسیدلې مرستې بیخي پوره نه دي او د سختې خوارځواکۍ او د وینې د کمي په وجه د ماشومانو، نوزیږو او امیندوارو ښځو د مړینې امکان په سخته احساسیږي.
په داسې حال کښې چې په روغتونو او ایمبولنسونو او د درملنې په کادر باندې د نیواکګر رژيم د وحشیانو حملو او د سونګو د نشتوالي په وجه له کاره د درملیزو مرکزونو د لویدو په سیوري کښې د غزې روغتیايي او صِحّي غمیزه، په دغې سیمې کښې د صهیونیسټانو په جنایتونو پورې د اړونده خبرونو په سر کښې ده، د لوږې او د هغې د خطرناکو پایلو د خطر ټلۍ د غزې په تړانګې کښې ټنګیدلې ده.
په ملګرو ملتو پورې اړونده د خوړو د نړیوال پروګرام مدیر سینډي مک کین په دې اړه خبرداری ورکړی او د صهیونیسټي رزیم د تیریو په سیوري کښې دې سیمې ته د انساني مرستو د زر تر زره رسیدو غوښتونکی شوی دی.
*/*/*/*
اوس به ځیني بهرني مطبوعات راواخلو او په سر کښې واشنګټن پوسټ ګورو
پاکستان د دوی پر یوې پوځي اډې له برید وروسته د پوځي او نورو حساسو ادارو امنیتي تدابیر جدي کړي دي، دا د واشنګټن پوست ورځپاڼې د یوې مقالې سرلیک دی.
شپږو وسله والو د تېرې شنبې په ورځ د پاکستان د پنجاب صوبې په میانوالي کې د هوايي ځواک پر یوې روزنیزې اډې برید وکړ چې درې الوتکې یې زیانمنې کړې.
دا برید او د نورو احتمالي بریدونو راپورونه داسې مهال خپریږي چې له پاکستانه په جبري ډول د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل شوې ده.
واشنګټن پوست لیکلي چې د پنجاب د برید مسولیت د پاکستان تحریک-جهاد نوې راټوکېدلې سخت دریځې ډلې منلی دی، خو د مقاله لیکونکي په باور، د پاکستان په همدې او نورو سیمو کې د تحریک طالبان پاکستان له خوا هم چې د لیکوال په باور د افغان طالبانو نژدې متحدان دي، بریدونه شوي دي.
واشنګټن پوست د سټلایټ د هغو انځورونو په حواله چې د اسوشتید پریس اژانس له خوا ارزول شوي لیکلي چې د پاکستان پر پوځي اډې له برید وروسته یوه الوتکه د اور په لمبو کې ښکاري، خو نورې الوتکې چې شمېر یې ښودل شوی نه دی، سرسري زیانمنې شوي دي.
واشنګټن پوست د پاکستان د دوو سرچینو په حواله چې نومونه یې له رسنیو سره د خبرې کولو د نه اجازې له کبله نه دي اخیستل شوي لیکلي چې پاکستان کې استخباراتي ادارو د ورته نورو بریدونو د احتمال راپورونه ورکړي او له همدې کبله هغه هېواد کې امنیتي تدابیر هم جدي شوي دي.
تحریک طالبان پاکستان او د افغانستان د طالبانو حکومت تراوسه د پنجاب پر هوایي اډې د شوي برید په اړه تبصره نه ده کړې.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د نومبر په دویمه نیټه له هغه هېواده د سلګونه زره افغان کډوالو د اجباري ستنولو لړۍ په رسمي ډول پیل کړې ده.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شېر محمد عباس ستانکزي د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال پاکستان ته خبرداری ورکړ چې له افغان کډوالو سره چلند سم کړي، کنه دوی به یې په وړاندې اقدام وکړي.
*/*/
میزوري انډیپنډینټ
له امریکا خپرېدونکې میزوري انډیپنډینټ خپرونې په متحده ایالتونو کې له افغانستانه د ایستل شویو افغانانو د مېشتېدو ننګونو باندې یوه مقاله خپره کړې ده.
کله چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې طالبان بیا په کابل واکمن شول، امریکا او متحدانو یې له یو لک او شل زرو ډېر افغانان له کابله په پوځي الوتکو او بیا وروسته په نورو چارتر الوتکو کې وایستل چې د خپرونې په وینا دوی کې شاوخوا ۹۰ زره امریکا ته تللي دي.
میزوري انډیپنډینټ لیکلي، امریکا ته بیول شوي افغانان لا هم په هغې ټولنه کې ژوند ته چمتو شوي نه دي او د خپرونې په لیکنه د ګڼ شمېر افغانانو د پنا اخیستنې قضیې هم بې ځوابه پاته دي.
خپرونې د افغان ژورنالست او د پخواني جمهوري نظام د یوې دولتي ادارې د کارکوونکي قاسم رحیمي کیسه را اخیستې چې له کابله لومړی د جرمني یوې پوځي اډې او بیا د امریکا کنساس ښار ته ولېږدول شو.
رحیمي د هغو زرګونو افغانانو له ډلې دی چې امریکا هلته د بشرپالنې د یوې تګلارې له مخې د لنډمهاله میشتېدو اسناد ورکړي او اوس یې د هغو اسنادو موده هم پای ته په رسېدو ده.
د خپرونې په باور، امریکا ته بیول شوي یوشمېر افغانان د دوو کلونو په تېریدو لا هم د کورونو په پیدا کولو کې له ستونزو سره مخامخ دي او پر دې هم نه پوهیږي چې څومره وخت نور به هلته تیروي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر ویلي چې له پاکستانه په جبري ډول ایستل شوي افغانان له ډېرو ناخوالو سره مخامخ دي.
له پاکستانه د څو لکه افغانانو د جبري ایستلو په الهګوله کې د ملګرو ملتونو د کډوالو لوی کمېشنر فلیپو ګراندې ویلي، د افغان کډوالو لوی شمېر چې له پاکستانه په زور ایستل کېږي، له لویو سختیو او ګواښونو سره مخامخ دي.
له پاکستانه ښاغلي ګراندې پرون پر خپله ایکسپاڼه په یوه پیغام کې لیکلي چې افغانستان د یوه بشري بحران په منګولو کې دی او بل خوا ژمی پرې راروان دی.
ګراندې پر پاکستان غږ کړی چې زیانګالو افغانانو ته د خوندي ژوند د برابرولو پخواني دود ته دوام ورکړي.
له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ستنولو بهیر د روانې نومبر میاشتې په لومړۍ نېټه وروسته له هغه پیل شو چې د پاکستان له خوا افغانانو ته ورکړل شوی مهلت پای ته ورسېد.
د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني په یوه ویدیو کې چې پرون د طالبانو تر ادارې لاندې باختر اژنس خپره کړه اټکل کوي چې د تورخم او سپین بولدک له دروازو له ۳۰۰ زرو زیات خلک افغانستان ته ستانه شوي دي.
د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني
د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني
همداراز د طالبانو د حکومت د رسنیو مرکز خبر ورکړی چې د سپټمبر له ۱۷مې نېټې څخه تر پرونۍ ورځې پورې یوازې د تورخم له لارې شاوخوا ۲۰۰ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د بېوزلي افغانستان لپاره چې خلک یې له ګڼو اقتصادي ستونزو مخامخ دي په یوځل د دومره ډېرو کډوالو ځای پرځای کول اسانه کار نه دی.
دې کډوالو چې په موقتي کمپونو کې ځای پرځای شوي په تېرو څو ورځو کې بدې ورځې ولیدلې.
له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د جبري ایستلو لپاره د پاکستان د حکومت عملیات لا هم په جدیت سره روان دي. د پاکستان تریبیون ورځپاڼې پرون راپور ورکړ چې د خیبرپښتونخوا د مرکز پېښور چارواکو د سیمې خلکو ته خبرداری ورکړی چې بې اسناده افغانانو ته دې کورونه او دوکانونه په کرایه نه ورکوي.
لوېدیځو دولتونو او د بشري حقونو نړیوالو ټولنو په وار وار پر اسلام اباد غږ کړی چې د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه بدله کړي ځکه دوی د هغو افغان کډوالو د امنیت لپاره اندېښنه لري چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له هېواده وتلي، خو پاکستان دا غوښتنې له پامه غورځولې دي.
*/*/*/*/
ژباړه او ترتیب: عبدالماجد درانی