د اوکراین یولک نوي زره پوځیان مړه او ژوبل شوي
ایکونومیسټ مجلې راپور ورکړی د امریکا چارواکو وویل چې له روسیې سره په جنګ کښې د اوکراین یولک نوي زره پوځيان مړه او ژوبل شوي دي.
د امریکا چارواکو پرون په یوه راپور کښې وویل اوکراین د روسیې د ځانګړيو پوځي عملیاتو په بهیر کښې تراوسه خپل اویا زره پوځیان له لاسه ورکړي دي.
دغه راپور زیاتوي چې د دغه جنګ په بهیر کښې د اوکراین یولک شل ژره پوځيان ژوبل شوي هم دي.
د اوکراین جنګ په دغه هیواد کښې په کاري ځواک کښې د سترې ګډوډۍ د رامینځته کیدا سبب شوی دی او څلور میلیونه او اته لکه خلکو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.
د اوکراین حکومت په دې ادعا سره چې په کي یف باندې د روسیې حمله په ټولې اروپا باندې د حملې په شان ده تراوسه له لویدیځو هیوادونو څخه په سلګونو میلیارډه ډالره مرستې ترلاسه کړي دي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تیر کال له اوکراین سره د سولې د خبرو اترو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی و او له کي یف یې غوښتي وو چې دښمنۍ پاې ته ورسوي.
خو د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د لویدیځو هیوادونو د جنګ غواړو چارواکو تر القائاتو لاندې وویل زه هغه وخت له ماسکو سره خبرو اترو ته چمتو یم چې په روسیې کښې له ولادیمیر پوتین پرته بل کس ولسمشر وي.