د اوکراین یولک نوي زره پوځیان مړه او ژوبل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i141518-د_اوکراین_یولک_نوي_زره_پوځیان_مړه_او_ژوبل_شوي
ایکونومیسټ مجلې راپور ورکړی د امریکا چارواکو وویل چې له روسیې سره په جنګ کښې د اوکراین یولک نوي زره پوځيان مړه او ژوبل شوي دي.
(last modified 2023-11-13T20:48:18+00:00 )
Nov 14, 2023 01:15 Asia/Kabul
  • د اوکراین یولک نوي زره پوځیان مړه او ژوبل شوي

ایکونومیسټ مجلې راپور ورکړی د امریکا چارواکو وویل چې له روسیې سره په جنګ کښې د اوکراین یولک نوي زره پوځيان مړه او ژوبل شوي دي.

د امریکا چارواکو پرون په یوه راپور کښې وویل اوکراین د روسیې د ځانګړيو پوځي عملیاتو په بهیر کښې تراوسه خپل اویا زره پوځیان له لاسه ورکړي دي.

دغه راپور زیاتوي چې د دغه جنګ په بهیر کښې د اوکراین یولک شل ژره پوځيان ژوبل شوي هم دي.

د اوکراین جنګ په دغه هیواد کښې په کاري ځواک کښې د سترې ګډوډۍ د رامینځته کیدا سبب شوی دی او څلور میلیونه او اته لکه خلکو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.

د اوکراین حکومت په دې ادعا سره چې په کي یف باندې د روسیې حمله په ټولې اروپا باندې د حملې په شان ده تراوسه له لویدیځو هیوادونو څخه په سلګونو میلیارډه ډالره مرستې ترلاسه کړي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تیر کال له اوکراین سره د سولې د خبرو اترو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی و او له کي یف یې غوښتي وو چې دښمنۍ پاې ته ورسوي.

خو د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د لویدیځو هیوادونو د جنګ غواړو چارواکو تر القائاتو لاندې وویل زه هغه وخت له ماسکو  سره خبرو اترو ته چمتو یم چې په روسیې کښې له ولادیمیر پوتین پرته بل کس ولسمشر وي.