په کلفورنیا کې د امریکا او چین د ولسمشرانو لیدنه
د چین ولسمشر د کلیفورنیا په سان فرانسیسکو کې د امریکا له ولسمشر سره په کتنه کې بایډن ته په خطاب کې ویلي، واشنګټن او بیجینګ باید د خپل منځي اختلافاتو د حل لپاره کار وکړي، د یو بل سره سرې کرښې او اصولو ته درناوی وکړي او له پارونکو کړنو ډډه وکړي.

د ایران د فارس خبري اژانس د خبر له مخې؛ د چين ولسمشر شي جين پينګ د پنجشنبې په سهار د کليفورنيا په سان فرانسسکو کې د امريکا له ولسمشر جوبايډن سره د کتنې پر مهال وویل: چین تمه لري چې امریکا متحده ایالات به یو اړخیز بندیزونه لرې او د چینایي شرکتونو لپاره به د سوداګرۍ مناسب چاپیریال چمتو کړي.
هغه وویل: "واشنګټن تل د بیجینګ په وړاندې یو اړخیز بندیزونه لګوي، او دا د چین ګټو ته سخت زیان رسوي."
په دې کتنه کې د چین ولسمشر دا هم وویل چې امریکا باید له تایوان سره د چین د سوله ییز او نه جبرانیدونکي یو ځای کېدو ملاتړ وکړي او د وسلو له لېږلو څخه دې لاس واخلي.
جو بايډن له شي جين پينګ سره له ليدنې او خبرو وروسته د امريکا او چين تر منځ اړيکې د سيالۍ اړيکې وبللې او ادعا يې وکړه چې د ده دنده دا ده چې دغه سيالي اداره کړي تر څو د شخړې لامل نه شي.
د امریکا ولسمشر ادعا وکړه چې واشنګټن له بیجینګ سره د نظر ډیر اختلاف لري او چین په ډېرو مسایلو کې له امریکا سره توپیر لري.
په وروستيو کلونو کې امريکا د چين پر ضد د بنديزونو او د تايوان په چارو کې د لاسوهنې په شمول زيات تدبيرونه نيولي چې د اقتصادي او پوځي په شمول په بېلا بېلو ساحو کې د چين د پرمختګ مخه نيسي.