د روسیې پرضد د لویدیځ بایکاټونه ناکارنده دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i141828-د_روسیې_پرضد_د_لویدیځ_بایکاټونه_ناکارنده_دي
ټیلیګراف ورځپاڼې په یوه راپور کښې وویل د روسیې په ګازو باندې د اروپايي اتحادیې د اړوندوالي دوام د ماسکو پرضد د لویدیځو هیوادونو د بایکاټونو د ناکارندوالي ښودنه کوي.
(last modified 2023-11-20T00:47:51+00:00 )
Nov 20, 2023 05:12 Asia/Kabul
  • د روسیې پرضد د لویدیځ بایکاټونه ناکارنده دي

ټیلیګراف ورځپاڼې په یوه راپور کښې وویل د روسیې په ګازو باندې د اروپايي اتحادیې د اړوندوالي دوام د ماسکو پرضد د لویدیځو هیوادونو د بایکاټونو د ناکارندوالي ښودنه کوي.

ټیلیګراف ورځپاڼې پرون راپور ورکړ د اروپايي اتحادیې غړیو هیوادونو د روسیې پرضد له بایکاټونو او له ماسکو څخه د انرژۍ د واردولو د حذفولو او د روسیې په ګازو باندې د اړوندوالي د کمولو له ژمنو سره سره له روسیې څخه شپږ اعشاریه یو میلیارډه یورو طبیعي ګاز له روسیې څخه  په پیسو واخیست.

د روسیې د فسیلی سونګو د څنګ ته کولو له ژمنې سره سره له روسیې څخه اروپا ته د طبیعي ګازو د وړونکو باري کشتیو شمیر زیات شوی دی.

اروپايي اتحادیې د روسیې د مایع طبیعي ګازو څه د پاسه نیمايي صادرات په پیسو اخیستي دي او اسپانیا او فرانسې له چین وروسته په ترتیب سره د ماسکو د ګازو دوهم او دریم ستر اخیستونکي هیوادونه دي.

ټیلیګراف ورځپاڼې د اروپا د شمیرنو د ادارې د تجارتي اطلاعاتو په قول وویل اسپانیا  د روان میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کښې یواعشاریه اته میلیارډه یورو په ارزښت له روسیې څخه ګاز اخیستی دی.

فرانسه چې د اروپا دوهم ستر خریدار دی یواعشاریه پینځه میلیارډه یورو او بیلجیم هم یو اعشاریه شپږدیرش میلیارډه یورو ایل این جي ګاز له روسیې څخه اخیستی دی.

سره له دې چې د اوکراین ملاتړو هیوادونو د روسیې پرضد بایکاټونه لګولي دي خو د لیتوانیا او د استونیا په شمول هیوادونو چې د کي یف سخت ملاتړي دي هماغه راز له ماسکو څخه د ګازو اخیستلو ته دوام ورکړی.