د بشردوستانه لارو له لارې د لسګونو زرو اوکرایني اتباعو وتل
د اوکرایین حکومت اعلان کړی چې له جولای میاشتې راهیسې څه باندې ۱۳ زره اوکرایني اتباع د بشري لارو له لارې له روسیې وتلي دي.
د صدا او سیما خبري اژانس د خبر له مخې؛ د اوکراین د بیا یوځای کیدو وزارت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د جولای له میاشتې راهیسې څه باندې دیارلس زره اوکرایني اتباع د بشري دهلیز له لارې د سومی په سرحدي سیمه کې؛ چې د اوکراین په شمال کې موقعیت لري، بریالي شوي دي چې روسیه پریږدي.
دغه وزارت ویلي: په دغو کسانو کې ۱۶۵۳ ماشومان هم شامل دي.
دا په داسې حال کې ده؛ چې اوکرایین روسیه تورنه کړې چې د روسیې خاورې ته یې د څه باندې شل زره اوکرایني ماشومانو په منظم ډول شړلو ته اړ کړي چې له همدې امله د جرمونو نړیوالې محکمې د جنګي جرمونو په تور د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نیولو امر هم صادر کړی دی.
روسیې دغه تورونه رد کړي او ډاډ یې ورکړی چې غواړي دغه ماشومان له جګړو وژغوري.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې؛ پر اوکراین د روسیې د برید له پیل راهیسې تر یو میلیون ډېرو اوکراینیانو په روسیه کې پناه غوښتې ده.
په دې وروستیو کې د اوکرایني چارواکو په وینا یوازې شاوخوا ۴۰۰ یې اوکراین ته ستانه شوي دي.