روسیې د اوکراین ۱۱۰ پوځيان وژلي دي
مهر خبري اژانس راپور راکړی د روسیې رسنیو او چارواکو وویل د جنوبي دونتسک په چورلیز کښې د اوکراین د پوځ په مرکزونو باندې د روسیې د پوځي ځواکونو په حملې کښې د اوکراین په لسګونو پوځیان ووژل شول.
د روسیې د پوځ د ختیځ ډلې د ځواکونو د مطبوعاتي مرکز مشر «اولګ چخوف» نن وویل چې د ماسکو عسکرو د جنوبي دونتسک په چورلیز کښې د اوکراین د پوځ په مرکزونو باندې حمله وکړه چې له کبله یې یوسل لس پوځیان وژل شوي او د هغوې پوځي تجهیزات هم تباه شوي دي.
د روسیې دفاع وزارت هم پرون په یوې بیانیې کښې وویل د روسیې پیراشوټرانو له لانسټ(Lancet) بې پایلوټه الوتکو په استفادې سره په بریالیتوب سره په خرسون سیمه کښې د « ډنیپر» سیند په ښې غاړې کښې د اوکراین په پوځیانو برید وکړ او له کبله یې د اوکراین د پوځ کشتۍ او پوځي تجهیزات تباه شول.