له بایډن څخه د امریکایانو ناخوښي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i143404-له_بایډن_څخه_د_امریکایانو_ناخوښي
څېړني ښودنه کوي چي د امریکا د ولسمشر بایډن له کړچار څخه د امریکایانو د ناخوښي کچه، سخته زیاته شوې ده.
(last modified 2023-12-19T05:08:56+00:00 )
Dec 19, 2023 09:36 Asia/Kabul
  • له بایډن څخه د امریکایانو ناخوښي

څېړني ښودنه کوي چي د امریکا د ولسمشر بایډن له کړچار څخه د امریکایانو د ناخوښي کچه، سخته زیاته شوې ده.

په داخلي او بهرني ډګرونو کې د بایډن ناسم سیاستونه له هغه دلایلو څخه دی چي د بایډن له حکومته د امریکایانو د ناخوښی لامل شوی دی.

د صهیونیست رژیم له جنایاتو  څخه د ملاتړ او له اوکراین سره د امریکا د پراخو مرستو په خاطر د امریکا خلګ د بایډن د حکومت له کړچار څخه سخت خفه شوي دي.

د امریکا د بلومبرګ د خپرونې د راپور له مخې د امریکا د ولس ۶۱ سلنه د بایډن څخه کرکه کوي او یوازې ۳۴ سلنه امریکایان له بایډن څخه ملاتړ کوي.