متقي: اسلامي نړۍ دې له فلسطینه د دفاع په لړ کښې ډیره هڅه وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i143662-متقي_اسلامي_نړۍ_دې_له_فلسطینه_د_دفاع_په_لړ_کښې_ډیره_هڅه_وکړي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر وویل: اسلامي نړۍ دې په یوموټې توګه د فلسطین د خلکو غږ په نړیوال ډګر کښې پورته کړي او د فلسطین له ولسه د دفاع په لړ کښې دې کوشش وکړي.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Dec 24, 2023 08:12 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر وویل: اسلامي نړۍ دې په یوموټې توګه د فلسطین د خلکو غږ په نړیوال ډګر کښې پورته کړي او د فلسطین له ولسه د دفاع په لړ کښې دې کوشش وکړي.

امیر خان متقي د فلسطین په هکله د تهران په نړیوالې غونډې کښې، په غزه کښې د فلسطین د خلکو خلاف د تیرو دوو میاشتو په دوران کښې د صهیونیسټي رژیم جنایتونو ته په اشارې سره، د نړۍ په اوسني نظم باندې په نیوکې سره وویل: دا اوسنې  نظم د دویم نړیوال جنګ د بدلونونو په بنیاد رامینځته شوی دی او د یویشتمې پيړۍ له ځانګړنو او خصوصیاتو سره بیخي سمون نه خوري.

متقي په دې خبرې سره چې د نړۍ د اوسني نظم په اساس څواړخیز معیارونه د بشري حقوقو په شان مختلفو برخو کښې دود شوي دي، وویل: ویښ او خبر انساني ضمیر له دا ډول تناقضونو او څوډوله معیارونو سره ملګرتیا نه شي کولې او دغه چلندونه نه شي منلې.

د طالبانو د حکومت دغه غړي، په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې دنیا، د عدالت په بنیاد یو نړیوال نظم ته اړتیا لري، څرګنده کړه: نړۍ یو داسې نظم ته ضرورت لري چې په کښې د عدالت خیال وساتلې شي او د سترګو پټولو حق په کښې نه وي.

یاده دې وي چې د فلسطین په هکله د تهران نړیوال کانفرنس د ۴۰ هیوادونو د حکومتو د رسمي استازو او د غیرحکومتي برخې د ځینو نمایندګانو او همداشان د ۲۹ هیوادونو د دیني عالمانو او رسندوي کسانو او مدیرانو په شتون سره ترسره شو.

د دغه کانفرنس موخه د فلسطین له خلکو سره د مرستې لپاره په سیاسي او نړیوالو دریځونو کښې د لازیاتې غږملتیا رامینځته کول اعلان شوي دي.