ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i143672-ورځپاڼو_ته_کتنه
لومړی به د ایران بیا د افغانستان او ورپسې به د نړیوالو ورځپانو مطالبو ته یوه کتنه وکړو.
(last modified 2023-12-24T05:31:38+00:00 )
Dec 24, 2023 09:59 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

لومړی به د ایران بیا د افغانستان او ورپسې به د نړیوالو ورځپانو مطالبو ته یوه کتنه وکړو.

لومړی راځو د ایران ورځپاڼو ته او په سر کې د کیهان ورځپاڼه را اخلو چي په تېره اوونۍ کې په المغرب هیواد کې د عربو او د روسیې د بهرنیو چارو د وزیرانو د ګډې غونډې د وروستۍ اعلامیې په هکله یې یو مطلب خپور کړی دی.

د یادې غونډې په اعلامیه کې امارات هیواد بیا په فارس خلیج کې د ایران په دریو ټاپوګانو باندې د مالکیت ادعا کړې ده او بیا د عربو هیوادونو تر څنګ د روسیې خارجه وزیر هم اعلامیه لاسلیک کړې ده چي دا د ایران له سخت غبرګون سره مخ شوی دی. کیهان ورځپاڼې همدغه مسالې ته په اشارې سره دا پوښتنه مطرحوي چي روسیه د ایران د ملی واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته له خیانت څخه څه غواړي او د څه شي په لټه کې دی؟

ورځپاڼه لیکي چي بې ځایه او زیاتې غوښتنې د روسانو همېشنی عادت دی، او تر ټولو ښه مثال یې همدغه د غزې جنګ دی. په داسي حال کې چي فلسطینیان په خپل سر او مال سره د دغه جنګ تاوان ورکوي، لیکن روسانو له دغه جنګ څخه د اوکراین په مسالې د سرپوښ اېښودلو لپاره کار اخلي او له حماس څخه د ټولو اسرائیلي اسیرانو د خوشي کولو غوښتنه مطرحوي خو له اسرائیل رژیم څخه بیا د فلسطیني اسیرانو د خوشي کولو او د عامو خلګو د نه وژلو غوښتنه نه کوي.

ورځپاڼه زیاتوي چي په فارس خلیج کې د لوی تنب، وړوکی تنب او ابوموسي ټاپوګان د ایران د خاورې تاریخې برخې دي او ټولې ادعاوې بې بنیاده دي، لکه څرنګه چي په ۱۹۷۱ میلادي کال نړیواله غونډه کې هم نړیوالې ټولنې په یادو تآپو ګانو د ایران واکمني په رسمیت و پېژنده او ټولې ادعاوې یې بې بنیادې وبللې.

کیهان په دوام کې د اوکراین د جنګ په پیل کې د روسیې لالهاندی ته اشاره کوي او لیکي چي روسان باید د خپلو سختو حالاتو دوستان هېر نه کړي او استراتېژیکو اړیکو ته اهمیت ورکړي که نه وي نو بیا د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو ته په کار دی چي ورته جدي ځواب ووایي.

ورځپاڼه زیاتوي چي روسان دې هېر نه کړي چي د کوریل په ټاپوګانو باندې هم جاپان د مالکیت ادعا کوي، حال دا چي یاد ټاپوګان د روسیې په واک کې دي.

ورځپاڼې په یو مطلب کې بیا په غزې کې د حماس او د اسرائیل د رژیم تر مینځ جنګ ته کتنه کړې ده او د بهرنیو سرچینو په حواله لیکلي دي  چي (اسرائیل رژیم له حماس څخه ماته خوړلې ده).

د ورځپاڼې له راپور سره سم، ګارډین اعلان وکړ چي اسرائیل رژیم حتی د خپلو متحدانو په مینځ کې هم په یو کرکجن او منفور موجود باندې د بدلېدو په حال کې دی او د حماس په وړاندې یې ماته خوړلې ده.

ورځپاڼه په دوام کې د د براډفورد د پوهنتون د سولې د مطالعاتو د یوه استاد پاول راجرز په حواله لیکي : په داسي حال کې چي صهیونیستي رسنۍ، کارپوهان او غربي چارواکي دې نتیجې ته رسېدلې دي چي د غزې جنګ اسرائیل رژیم لپاره په یوه ستومانه کوونکې جنګ بدله شوې ده او اسرائیل رژیم خپل اهدافو ته رسېدای نه شي، خو د دې رژیم لومړي وزیر او د کابینې غړي په دې مسالې باندې اعتراف نه کوي.

 

کیهان ورځپاڼه

دغه ورځپاڼه بیا په یوه بل مطلب کې لیکي: کارپوهان د غزې د جنګ په ۷۷ مه ورځ څه وایي؟  ۳۰۰۰ اسرائیلي فوځیان معیوبان شوي دي / صهیونیستان له حماس سره مقابله نه شي کولای

ورځپاڼه لیکي: د غزې د جنګ په ۷۷ مه ورځ کې د رسنیو راپورونه او د کارپوهانو نظرونه د دې څرګندوینه کوي چي اسرائیل رژیم له حماس سره په مقابله کې پاته راغلې ده، او اسرائیلي فوځیانو ته په غزې کې درنه مرګژوبله اوښتې ده.

ورځپاڼه زیاتوي چي د اسرائیل د رژیم پورې اړوندو رسنیو تېره ورځ اعلان کړي دي چي د غزې په جنګ کې یوازې ۳۰۰۰ زره اسرائیلي فوځیان معیوبان شوي یعني یایې پښې غڅې شوي او یا هم نور داسي معلولیت ورته پیدا شوی دی.

کیهان وایي: درې ورځې مخکې هم صهیونیستي رسنو ویلي وه چي ۵۰۰ اسرائیلي فوځیان له سختو نفسیاتي ناخوالو سره مخ شوي او په روحي او رواني ناروغیو باندې مبتلا شوي دي.

ورځپاڼه په دوام کې لیکي چي د رسنیزو سرچینو له معلوماتو سره سم، د حماس او د اسرائیل د رژیم تر مینځ د جګړې له پیله تر اوسه پورې ۱۰ زره اسرائیلي فوځیان ټپیان شوي دي، په داسي حال کې چي اسرائیل رژیم د خپلو ټپیانو شمېر د زرو کسانو په شاوخوا کې اعلان کړی دی.

ورځپاڼه په یو بل خبر کې بیا لیکي چي د اسرائیل د رژیم په کښتیو باندې بریدونه اوس یوازې په سره سمندر پورې محدود نه دی بلکې د اسلامي مقاومت ډلې نورو دریابونو کې هم د اسرائیل د رژیم پورې اړوندې کښتۍ په نښه کوي.

کیهان زیاتوي چي په سور سمندر کې د یمن د انصارالله له خوا په اسرائیلي کښتیو باندې د برید تر څنګ اوس د هند په سمندر کې هم د اسرائیل در ژیم پورې اړوندې کښتۍ په نښه کیږي.

 

 

عزیزانو اوس به راشو د افغانستان مطبوعاتو ته !

 

مسیر

مسیر ورځپاڼې بیا د روغتیا نړیوال سازمان خبرپاڼې ته انعکاس ورکړی دی  چې ویلي دي چي افغانستان ته د تازه راستنېدونکو کډوالو راتګ ښايي د پولیو یا ګوزڼ په زیاتوالي هم مستقیمه اغېزه ولري.

 په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د پوليو د له منځه وړلو بيړنۍ کمېټې په افغانستان کې د پوليو د له منځه وړلو د بېړنۍ طرحې جوړولو خبر ورکړی او په مهمو سیمو او لارو کې اضافي ټیمونه او څارونکي ځای پرځای شوي، چې د راستنېدونکو کډوالو ماشومان واکسین کړي.

دغه ورځپاڼه په یو بل خبر کې بیا د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ملې ادارې په حواله لیکي: چې له تېرې یوې میاشتې را پدېخوا د پلازمېنې کابل هوا د پخوا په پرتله ډېره ککړه شوې ده.

مسیر زیاتوي چي د دې ادارې مسوولین وایي، د برېښنا نشتوالی، د بې کیفیته سکرو ډیر کارول او د پلاستیک سوځول هغه څه دي، چې د کابل هوا د ککړتیا لامل شوي دي. ورځپاڼه د افغانستان د روغتیا وزارت په حوا لیکي چې په دغه هیواد کې د ککړې هوا له امله په تنفسي ناروغیو د اخته کسانو شمېر هم مخ په زیاتېدو دی.

د دې راپور له مخې په افغانستان کې د چاپېریال ساتنې د ادارې چارواکو  ټولو هغو د استوګنې او سوداګریزو ودانیو خاوندانو ته خبر داری ورکړی، که چیرې دوی په خپلو ودانیو کې د هوا پاکولو وسایل یا فلټرونه و نه لري؛ نو له دوی سره به قانوني چلند وشي.

هشت صبح

د کابل چاپ دغې ورځپاڼې لیکلي چي ملي سرود سره په دښمني کې طالبانو په ننګرهار کې د یوه پوهنتون ۹ زده‌کړیالان د ملي سرود غږولو له امله زندان ته اچولي

ورځپاڼه زیاتوي چي په ننګرهار کې ځايي سرچينې وايي چې د طالبانو استخباراتي ځواکونو په دغه ولايت کې د يوه خصوصي پوهنتون نهه تنه زده‌کړیالان د «ملي سرود» د غږولو له امله زندان ته اچولي دي.

هشت صبح لیکي چې طالبانو د واک تر لاسه کېدو وروسته د افغانستان د ملي سرود پر غږولو او د افغانستان د درې رنګه بيرغ په لګولو بنديز لګولی دی.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

بهرني ورځپاڼې

بهرني ورځپاڼو کې سټارز اینډ سټرایپس د افغانستان حالاتو ته کتنه کړې او د دې هیواد په هکله یې یو مطلب خپور کړې دې.

سټارز اینډ سټرایپس ورځپاڼه لیکي، د طالبانو تر بیا واکمنۍ راوروسته د دوی منزوي حکومت چې نړیوالې ټولنې په رسمیت نه دی پېژندلی، هڅې کوي چې په کور دننه خپل اقتصاد څه ناڅه ورغوي.

دغه امریکایۍ ورځپاڼه وړاندې لیکي، په افغانستان کې د اوسپنې فابریکې د شپې په مخه هم کار کوي چې د بنیادي پروژو لپاره ګول سیخونه تیار کړي.

دا ورځپاڼه بیا د یوشمېر بندونو جوړیدو ته اشاره کوي او ځینې نورې پروژې یادوي، خو لیکي چې د طالبانو له لورې د ښځو د حقونو نقض وضعیت خراب کړی دی، له همدې امله دوی د افغانستان بانک د زېرمو واک له لاسه ورکړی دی، همداراز له همدې امله د لویدیځ مرستې په دوی درېدلې دي.

سټارز اینډ سټرایپس وړاندې لیکي، د جمهوریت په وخت د افغانستان د عامه لګښتونو له څلورو درې برخې په بهرنیو مرستو ولاړې وې او طالبان وایي چې دوی یوازې په کورنیو مالیاتو او د ګمرکونو په عوایدو تکیه کوي.

ورځپاڼه بیا لیکي، د افغانانو اقتصادي وضعیت په خرابیدو دی. د ملګرو ملتونو په وینا، له دوه زره لومړي کال راهیسې د افغانستان دننه د هغو خلکو فیصدي شپېتو ته رسېدلې ده چې په بشري مرستو متکي دي چې دا د افغانستان د نفوس له درېیو دوې برخې تشکیلوي.

 

واشنګټن پوسټ:

دغې امریکایي ورځپآڼې لیکلي دي په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصاد له ستونزو سره مخامخ دی، طالبان هلې ځلې کوي چې په یوازې ډول د هېواد اقتصاد سمبال کړي.

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي، د طالبانو د واک ته رسېدو تر دوو کلونو زیات وخت وځي، په نړۍ کې د دوی منزوي حکومت هڅه کوي چې که بشپړ نه وي نو څه ناڅه په ځان بسیا شي.

ورځپاڼې په دې لړ کې د ځینو پروژو یادونه کړې چې طالبانو پیل کړي او یا د پخواني حکومت له وخته دوی ته ورپاتې شوي دي.

واشنګټن پوسټ په دې اړه چې طالبان غواړي په ځان بسیا شي، د یوه افغان اقتصاد پوه عمر جویا نظر پوښتلی، هغه ورته ویلي چې په ځان بسیاینه معنا نه لري مګر دا طالبان اقتصادي وده زیاته کړي، خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، بې‌وزلي کمه او د داسې ژوند امکان برابر کړي چې د خلکو لومړنۍ اړتیاوې پوره کولی شي.

ورځپاڼې د امو دریا په حوزه کې د تېلو د استخراج لپاره د طالبانو اقداماتو ته اشاره کړې او لیکلي چې دوی غواړي د لا ډېرو تېلو په استخراج عواید زیات کړي او د دې ترڅنګ هڅه کوي چې د افغانستان ستره شتمني یعنې لیتیم او نور کانونه استخراج کړي چې د امریکا د دفاع وزارت له اټکل سره سم شاوخوا یو تریلیون ډالره ارزښت لري.