روسیې د اوکراین یو سټراټيژیک ښار ونیوه
Dec 26, 2023 01:43 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی روسیې د اوکراین سټراټيژیک ښار مارینکا(Marinka)نیولی دی او دغه راز اوکراین هم د روسیې د پینځو الوتکو د نسکورولو ادعا کړي ده.
د روسیې لخوا د اوکراین نیول شوی سټراټيژیک ښار مارینکا له ماسکو سره د یوځاې شوي ډونتسک ښار په خوا کښې پروت دی.
د روسیې چارواکو وویل د مارینکار ښار په کامل ډول نیولو سره به هلته د ماسکو د عسکرو موقعیت پیاوړی شي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د مارینکار ښار د نیولو په عملیاتو کښې د ګډون کونکو عسکرو په اتل بللو سره وویل دغه پرمختګ دښمن په شا تمبولی دی او اوس مونږ ته مخ ته د تلو فرصت برابر شوی دی.
ټیګونه