روسیې د اوکراین یو سټراټيژیک ښار ونیوه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i143762-روسیې_د_اوکراین_یو_سټراټيژیک_ښار_ونیوه
زمونږ خبریال راپور راکړی روسیې د اوکراین سټراټيژیک ښار مارینکا(Marinka)نیولی دی او دغه راز اوکراین هم د روسیې د پینځو الوتکو د نسکورولو ادعا کړي ده.
(last modified 2023-12-25T21:17:25+00:00 )
Dec 26, 2023 01:43 Asia/Kabul
  • روسیې د اوکراین یو سټراټيژیک ښار ونیوه

زمونږ خبریال راپور راکړی روسیې د اوکراین سټراټيژیک ښار مارینکا(Marinka)نیولی دی او دغه راز اوکراین هم د روسیې د پینځو الوتکو د نسکورولو ادعا کړي ده.

د روسیې لخوا د اوکراین نیول شوی سټراټيژیک ښار مارینکا له ماسکو  سره  د یوځاې شوي ډونتسک ښار په خوا کښې پروت دی.

د روسیې چارواکو وویل د مارینکار ښار په کامل ډول نیولو سره به هلته د  ماسکو د عسکرو موقعیت پیاوړی شي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د مارینکار ښار د نیولو په عملیاتو کښې د ګډون کونکو عسکرو په اتل بللو سره وویل دغه پرمختګ دښمن په شا تمبولی دی او اوس مونږ ته مخ ته د تلو فرصت برابر شوی دی.