روسیې د اوکراین عسکرو ته مرګ ژوبله اړولي ده
زمونږ خبریال راپور راکړی د روسیې دفاع وزارت په اوکراین کښې د ماسکو د ځواکونو په عملیاتو کښې د اوکراین د پوځ د وژل شویو عسکرو نوی شمیر اعلان کړ.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړی دی چې اوکراین ته د وسلو په استولو کښې د لویدیځو هیوادونو اقدام کي یف له مینځه وړي.
د روسیې دفاع وزارت پرون په یوې بیانیې کښې وویل چې په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې د ماسکو پوځ په اوکراین کښې په یو لړ پوځي عملیاتو کښې د دونتسک سیمې په جنوب ، کوبیانسک، ژاپروزیا، کراسني لیمان او خرسون چورلیزونو کښې د روسیې د عسکرو په مورچو باندې د اوکراین کابو دولس حملې په شما تمبولي دي او له کبله یې د اوکراین اته سوه شل پوځيان وژل شوي هم دي.
د روسیې دفاع وزارت وویل په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې د اوکراین نهه دیرش ټانکونه او زغر ګاډي ، څوارلس بې پایلوټه الوتکې ، یویشت پوځي ګاډي ، لس توپونه او د راکټونو د ویشتلو مرکزونه د روسیې د عسکرو په عملیاتو کښې تباه کړې شوي دي.