بې نقابه آمریکا
https://parstoday.ir/ps/news/world-i144690-بې_نقابه_آمریکا
په امریکا کې د حکومتي چارواکو په ضد د ګواښونو زیاتوالې، په غزې کې د اسرائیل د رژیم له لورې په نسل وژني باندې د بایډن د حکومت انکار، د امریکا د فډرال حکومت ۳۴ ټریلیون ډالریز پور او د کډوالو ستونزه، په تېره اوونۍ کې د امریکا له مهمو پېښو څخه دي.
(last modified 2024-01-13T07:08:03+00:00 )
Jan 13, 2024 11:21 Asia/Kabul
  • بې نقابه آمریکا

په امریکا کې د حکومتي چارواکو په ضد د ګواښونو زیاتوالې، په غزې کې د اسرائیل د رژیم له لورې په نسل وژني باندې د بایډن د حکومت انکار، د امریکا د فډرال حکومت ۳۴ ټریلیون ډالریز پور او د کډوالو ستونزه، په تېره اوونۍ کې د امریکا له مهمو پېښو څخه دي.

د امریکا د عدلیې وزیر مریک ګارلند د دې هیواد د چارواکو په ضد د ګواښونو له زیاتوالې څخه اندېښنه وښوده او نه منونکې وباله.  ګارلند د امریکا په کنګرس باندې د ټرامپ د پلویانو له لورې د برید په دریمې کلیزې کې وویل:  ګواښ او تاوتریخوالې د منلو وړ نه دي، هغه د دې په بیانولو چي دا ګواښونه ډیموکراسۍ ته خطره رامینځ ته کړې ده، ویلي چي په وروستیو میاشتو کې د امریکایي چارواکو په ضد له رامینځ ته شویو ګواښونو څخه سخته اندېښنه لري. 

د هغه په وېنا د امریکا د عدلیې وزارت د اف بی آی د چارواکو، د فډرل قاضیانو، د ولسمشریزو نوماندانو، د کنګرس د غړو، فوځیانو او د ټاکنیز کمپین د کارکوونکو په ضد ګواښونه څېړلي دي او په رسمي توګه یې ځینې کسان تورن کړي دي.

ګارلند وویل: په دې وروستیو کې په محکمو کې د بمونو د اېښودلو څو ګواښونه شوي دي، همدارنګه د تېرې اوونۍ په پنج شنبې ورځ هم یو کس ونیول شو چي د کنګرس یو استازی او کورنۍ یې په قتل ګواښلی وو،  د هغه په وېنا په کنګرس باندې د ټرامپ د پلویانو د برید په دوسیې کې، ۱۲۵۰ کسان له ځینو تورونو سره مخامخ شوی او له ۸۹۰ تنه زیات هم ګناهګار پېژندل شوي دي. د امریکا د عدلیې د وزارت مرستیالې لیزا موناکو له دې مخکې ویلي وه چي د څارنوالانو، قاضیانو، پولیسو، چارواکو او نوماندانو په ضد ګواښونه سخت زیات شوي دي.

هغې زیاته کړه: مونږ د هغو وړوکو ډلو او کسانو څخه اندېښنه لرو چي په انلاین فضا کې د مختلفو ایدیالوژیو ښکار ګرځېدلي دي او تندلاري شوي دي.

د بایډن حکومت بیا ځلې په غزې کې د اسرائیل د رژیم له لورې د نسل وژنې مساله په ډېر جدیت سره رد کړه، حال دا چي د امریکا حکومت خپله اعتراف وکړ چي په غزې کې د اسرائیل د رژیم له لورې د جنایاتو په اړه یې کوم رسمي تحقیقات نه دي کړي.  دا مساله په امریکې دننه او بهر کې د بایډن له حکومت څخه د سختو نیوکو لامل شوی دی، په دې وروستیو ورځو کې په غزې کې د اسرائیل د رژیم له لورې د نسل وژنې بحث په رسنیو کې مطرح شوي دي خو د امریکا حکومت وښودله چي د اسرائیل د رژیم په وړاندې د خپل سیاست د بدلولو لپاره هیڅ اراده نه لري.

په غزې کې د نسل وژنې په هکله بحثونه هغه وخت تاوده شوه چي جنوبي افریقا په نړیوالې محکمې کې د صهیونیست رژیم په ضد په غزې کې د فلسطینیانو د نسل د ختمونې په خاطر شکایت وکړ. خو سره له دې د امریکا د ملی امنیت ټیم ادعا کوي چي اسرائیل رژیم په غزې کې په سیسټماټیکه توګه د ملکیان هدف نه ګرځوي.

له دې مخکې د امریکا د خارجه وزارت ویاند متیو میلر ادعا کړې وه چي امریکا په غزې کې د اسرائیل د رژیم له لورې د نسل وژنې هیڅ یو شواهد نه دی موندلی، د امریکا د ملی امنیت د شورا ویاند جان کربی هم رنسو ته ویلي وه چي مونږ په غزې کې د اسرائیل د اقداماتو په هکله هیڅ رسمي ارزونې نه دي کړي.

دا شان دریځونه د بایډن په حکومت د سختو نیوکو لامل شوی دی، اوس مهال امریکایي چارواکې د غزې له تړانګې څخه د فلسطینیانو د ایستلو په باب د اسرائیل د رژیم په لومړي وزیر نتانیاهو باندې ځینې محدودې نیوکې کړي دي. نتانیاهو په دې وروستیو کې رسنیو ته ویلي دي چي له ځینو هیوادونو سره یې د غزې د خلګو د پناه ورکولو په هکله خبرې اترې کړي دي.

نتانیاهو ویلي وه: زمونږ ستونزه دا ده چي هیڅ یو هیواد د غزې خلګ نه مني، مونږ په دې باندې کار روان کړی دی. اکثره کارپوهان وایي چي د بایډن حکومت نه شي کولای د اسرائیل د رژیم تندلارې کابینې ته د هر ډول اقداماتو لپاره جواز ورکړي ځکه دا د امریکا ګټو ته جدي ګواښونه رامینځ ته کوي.

د امریکا د خزانې د وزارت له خوا خپرې شوې شمېرنې ښودنه کوي چي د امریکا د پورونو کچه ۳۴ ټریلیون ډالرو ته زیات شوی دی، د دې راپور سره سم، د امریکا د حکومت خرڅونه د هغه له عایداتو نه زیات شوی دی او حکومت د بودیجې له کمښت سره مخ شوی دی.

د امریکا د فډرل بودیجې د کمیټې مشر په دې اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي چي د امریکا د ملي پورونو کچه دومره زیاته شوې ده چي هم د دې هیواد اقتصاد او حتی ملی امنیت ته ګواښ رامینځ ته کولایشي، سره له دې حکومت د پورونو له اخیستلو لاس نه اخلي، حال دا چي د هغې په وېنا د امریکا اقتصادي حالات برابر دي او حکومت د خپلو لګښتونو په کنټرولولو سره، پور اخیستلو ته ضرورت نه لري.

د حکومت پورونه د جمهوري پالانو او ډیموکراټانو تر مینځ د اختلاف په اصلي ټکی بدل شوی دی او د فډرل بودیجې په سر اختلافات نور هم زیات شوی دی په داسي ډول چي د امریکا د حکومت د بندیدو خطره یې رامینځ ته کړې ده.

جمهوري پالان د بایډن له حکومت څخه غواړي چي خپل فډرل لګښتونه کم کړي، خو ډیموکراټان بیا وایي چي اصلي ستونزه د حکومت لګښتونه نه دي،بلکې د ټکسونو د راکمولو قانون چي په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د جمهوري پالانو له خوا تصویب شو، ستونزه رامینځ ته کړې ده. د کرونا د وبا پر مهال د ټرامپ د حکومت له لورې له خلګو او کاربارونو سره د مرستو د بودیجې ځانګړې کول هم د امریکا د ملي پورونو د زیاتوالې یو بل لامل بلل کیږي.

د سپینې ماڼۍ ویاند مایکل کیکو کاوا وویل: د پورونو د زیاتوالې یو اصلي لامل، لویو او بډایو شرکتونو ته د جمهوري پالانو له خوا پر لپسې مرستې دي.

د امریکا د سرحداتو او د ګمرکاتو ادارې د بایډن په حکومت کې له جنوبي پولو څخه له ۲ میلیون او ۳۰۰ زره نه زیات کډوال ته له پولو د اوړېدو اجازه ورکړې ده، د امریکا د داخلي امنیت وزیر الخاندرو مایورکاس تېره اوونۍ امریکا ته د غیرقانوني کډوالو د اوښتلو د شمېر د زیاتوالی تائید وکړ، هغه وویل چي دا کډوال نیول کیږي او بیا هغه چي د پآته کېدو لپاره یې شرایط برابر نه وي، بیرته ایستل کیږي خو د دې بهیر د ګړندیتوب لپاره یې له کنګرس څخه د بودیجې د زیاتولو غوښتونکی شو.

د امریکا د داخلي امنیت وزارت وایي چي په تېرو درو کلونو کې له امریکا څخه درې میلیونه غیرقانوني کډوال ایستل شوي دي، د یاد وزارت ویندویې ارین هیټر په یوه اعلامیه کې ویلي چي د میې له میاشتې بیا تر سپټمبر پورې، په هرو پنځو میاشتو کې د کډوالو یوه ډله ایستل شوې ده.

د امریکا د داخلي امنیت د وزارت په راپور کې راغلي دي چي له ۲۰۲۱ میلادي کال راپه دېخوا امریکا ته ۳۶۵ زره ماشومان له خپلو پلرونو او سرپرست پرته امریکا ته په غیرقانوني لارو راغلي دي. په تېرو اوونیو کې له مکزیک څخه دغیرقانوني کډوالو څپه زیاته شوې ده چي د فډرل حکومت لپاره یې سختې اندېښنې رامینځ ته کړي، ځکه چي امریکا د فډرل محکمې او ساتن ځایونو ظرفیت محدود دی، د دې راپور سره سم، د بایډن حکومت د کډوالو د کورنیو د نیول کېدو بهیر ته د پای ټکی کښېښودل، دا په دې معنا وه چي هغه کسان چي خپلې کورنۍ سره، امریکا ته کډوال کېده، د منلو چانس یې زیات وو، په همدې خاطر په دې وروستیو کې په لسګونو زرو کورنیو له مکزیک څخه د امریکا په لورې حرکت کړي دي چي دا مساله د بایډن د حکومت او د ډیموکراټانو لپاره سرخوږي رامینځ ته کړې ده.

اکثره کډوال امریکې ته د رسېدو لپاره له خطرناکه ځنګلونو څخه تیریږي او د سر په سودا سره امریکې ته ځانونه رسوي.