ایران سره له ایټمې هوکړې د امریکا وتل تېروتنه وه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i144922-ایران_سره_له_ایټمې_هوکړې_د_امریکا_وتل_تېروتنه_وه
د امریکا خارجه وزیر د داووس په اقتصادي غونډه کې په ښکاره توګه له ایران سره د ایټمي نړیوالې موافقې څخه د واشنګټن خروج یوه ستره تېروتنه وباله.
(last modified 2024-01-17T07:19:26+00:00 )
Jan 17, 2024 11:47 Asia/Kabul
  • ایران سره له ایټمې هوکړې د امریکا وتل تېروتنه وه

د امریکا خارجه وزیر د داووس په اقتصادي غونډه کې په ښکاره توګه له ایران سره د ایټمي نړیوالې موافقې څخه د واشنګټن خروج یوه ستره تېروتنه وباله.

انتونیو بلینکن د داووس د کنفرانس په څنډو کې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي: امریکا تېروتنه وکړه، مونږ ایران سره موافقه کړې وه، خو د موافقې په څېرلو سره فرصت مو د لاسه ووتی.

هغه له ایران سره د ایټمي موافقې څخه د ټرامپ وتل، یوه احمقانه کار وباله او زیاته یې کړه: اوس مونږ داسي یو حالت کې یو، چي باید مخنیوی مو ورڅخه کړې وای، لیکن اوس ایران سره نور هیڅ موافقه نه لرو، دا خواشینوونکې خبره ده.

په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ټرامپ د برجام د نړیوالې هوکړې په څېرلو سره، ایران سره له ایټمې موافقې څخه ووتی او په ایران یې نوې بندیزونه ولګول.