چین؛ امریکا د فضا امنیت ته تر ټولو لوی ګواښ بللی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i145328-چین_امریکا_د_فضا_امنیت_ته_تر_ټولو_لوی_ګواښ_بللی
د چین هېواد چارواکو په خپل وروستي دریځ کې امریکا د فضا امنیت ته تر ټولو لوی ګواښ وباله.
(last modified 2024-01-26T23:50:19+00:00 )
Jan 27, 2024 04:16 Asia/Kabul
  • چین؛ امریکا د فضا امنیت ته تر ټولو لوی ګواښ بللی

د چین هېواد چارواکو په خپل وروستي دریځ کې امریکا د فضا امنیت ته تر ټولو لوی ګواښ وباله.

مهر خبري اژانس د سپوتنیک له قوله ویلي؛ د چین د بهرنیو چارو وزارت په خپل وروستي دریځ کې امریکا د نړیوال فضا امنیت ته تر ټولو ستر ګواښ بللی دی.

په دې اړه د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند وانګ ونبين ویلي: امريکا په فضا کې د چين د خطر په اړه په پرله پسې توګه خپلې نظريې په فضا کې د خپل پوځي ځواک د پراخولو د توجيه لپاره بيانوي، خو په حقيقت کې امريکايان پخپله د فضا امنیت لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی.

تر دې مخکې د امريکا د فضايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ مشرې نينا ارماګنو خبر ورکړی وو، چې د چين د پوځي توان چټک پرمختګ په فضا کې د امريکا د برترۍ حالت له خطر سره مخامخ کوي.

هغه په دې اړه زیاته کړې: بېجينګ د سپوږمکۍ د مخابراتو او د بيا کارونې وړ فضايي بېړۍ په شمول د پوځي فضايي تکنالوژۍ د پرمختګ په برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی، چې له همدې امله باید هېوادونو له فرصت څخه په ګټې اخیستنې خپل فضايي پروګرامونه چټک کړي.

په دې وروستیو کلونو کې د فضا په برخه کې د امریکا، چین او روسیې ترمنځ سیالۍ زیاته شوې، په ځانګړې توګه په دې برخه کې د بیجینګ او مسکو پرمختګ د واشنګټن او نورو لویدیځو هېوادونو اندېښنې زیاتې کړې دي.