امریکا کې د داخلي جنګ احتمال پیاوړی شوی
په امریکا کې د تګزاس د ایالت د والي مرستیال، دن پاټریک له فډرل حکومت سره، د احتمالي جنګ د امکاناتو په تائیدولو سره، ویلي دي چي تګزاس د اساسي قانون له مخې د ځان د دفاع کولو حق لري.
د امریکا د نیوزویک نشریې له راپور سره سم، په تګزاس کې د ځایي حکومت د والي ګرګ ایبوټ د امریکا د ولسمشر بایډن تر مینځ د کډولۍ په سر لانجې رامینځ ته شوي دي.
د تګزاس والي چي جمهوري پال دی له مکزیک سره په سرحداتو کې حصارونه او اغزن تار لګولي دي څو له مکزیک څخه د غیرقانوني کډوالو د اوښتلو مخنیوی وشي.
خو د کډولۍ په اړه د امریکا د ډیموکراټ ګوند سیاست له جمهوري پالانو سره توپیر کوي او د امریکا ولسمشر بایډن چي ډیموکراټ دی، په سرحدونو کې د اغزن تار له لګولو سره، مخالفه دی او د تګزاس له سرحد نه د اغزن تار د غونډولو امر کړی دی.
د تګزاس والي په دې هکله د امریکا سترې محکمې ته شکایت کړی دی، خو محکمه هم د بایډن په ګټه فیصله کړې ده.
د امریکا د مرکزي حکومت او د تګزاس د ځایي حکومت تر مینځ په سرحدي چارو لانجې زیاتې شوي دي، او د ټګزاس د والي مرستیال ډن پاټریک نیوزویک ته ویلي چي تګزاس د اساسي قانون له مخې، په خپلو داخلي چارو کې خپلواک دی او د ځان د دفاع حق لري.
ها خوا بیا د امریکا کابو د ۲۲ ایالتونو ځایي حکومتونه چي د جمهوري پالو سره، دي، د تګزاس له والي څخه د ملاتړ په اعلانولو سره، تګزاس ایالت ته د خپل ملي ګارډ ځواکونو استولو ته چمتووالې ښودلې ده.
د تګزاس د ایالت د ډیموکراټ سناټور واکین کاسټرو په شمول یو شمېر سناټورانو د بایډن څخه غوښتنه کړې ده چي د دې ایالت د والي ایبوټ ګرګ له خوا د بلوا او جنګ جوړولو د مخنیوی لپاره، د تګزاس د ایالت د ملی ګارد ځواکونو قومنده مرکزي حکومت ته ور وسپاري.
ډېری کارپوهانو په دې باور دي چي دغې لانجې کېدایشي په امریکا کې د ځایي حکومتونو او د مرکزي حکومت تر مینځ د جنګ خطره رامینځ ته کړي.