د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز:
ایران له امریکې سره د جنګ غوښتونکی نه دی
د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز له رسنیو سره په مرکه کې ویلي چي ایران له امریکا سره د جنګ غوښتونکی نه دی.
په اردن کې د امریکایانو په فوځې اډې له خونړي برید وروسته، د امریکا ولسمشر بایډن په یوه بېړنیزه غونډه کې ادعا وکړه چي په دغه برید کې د ایران لاس دی او واشنګټن به یې ځواب ورکړي خو د ایران اسلامي جمهوریت په دغه برید کې هر ډول ښکېلتیا رد کړې ده.
هاخوا بیا د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال سي کیو براون ای بي سي نیوز سره په مرکه کې ویلي دي چي ایران له امریکې سره د جنګ په لټه کې نه دی، او په لوېدیځه اسیا کې هم د امریکایي فوځیانو د وروستیو خوځښتونو هدف د مخنیوونکي ځواک رامینځ کول او د جنګ د پراخېدو مخنیوی دی.
هغه زیاتوي چي ایران له عراق څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو غوښتونکی دی خو په عین حال کې له امریکا سره د مخامخ جنګ په لټه کې نه دی.
دې سره هممهاله د امریکا په کنګرس کې د وسلوالو ځواکونو د کمیټې سناټور ادام اسمیت هم ویلي دي چي ایران په اردن کې د امریکا په اډې باندې د بې پیلوټې الوتکې په برید کې لاس نه لري.