سپینې ماڼۍ ته دټرمپ دتلو لاره باید بنده کړو
ډونالډ ټرمپ د امریکا دولسمشرۍ د څوکۍ د بیرته ترلاسه کولو لپاره مناسب نه دی ، ځکه هغه پرملی ګټو شخصي ګټو ته ترجیح ورکوي.
د امریکا بې خوده ولسمشر جوزف بایډن ددې خبرې په کولو سره چې د نړۍ د مختلفوهیوادونو مشران قدرت ته دډونالډټرمپ دبیرته ستنید په باب اندیښمن دي،ووئیل،باید سپینې ماڼۍ ته دډونالډټرمپ د بیرته ګرځیدا اجازت و رنه کړو.
فارس خبری آژانس راپور ورکړ، جوبایډن پرون په جنوبی کارولینا ایالت کې په یوې کلیسا کې پخپلې وینا کې مدعی شوی چې د نړۍ څو رهبرانو عنوان کړې د چې سپینې ماڼۍ ته د ډونالډټرمپ په بیرته ستنیدا سخت اندیښمن دي او ویریږي.بایډن حاضرو کسانو ته په دغې وینا کې خبرداری ورکړ، چې باید سپینې ماڼۍ ته دټرمپ ستنیدا اجازت ورنه کړو او دا موضوع هم مهمه ده چې ټرمپ دخپل انتخاباتي کمپاین لباره ډير زیات تدارکات په نظر کې نیولي دي،چې باید ځير ووسو.
بایډن یو ځل بیا داخبرداری مطرح کړ چې په امریکا کې د ډيموکراسئ راتلونکی د ۲۰۲۴کال د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره اړونده دی د جوزف بایډن دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږی ، چې د امریکا د ملی امنیت پخواني سلاکار جان بولټن په یولړ نوو څرګندونو کې وئیلي دي ،ډونالډ ټرمپ ددغه هیواد ولسمشرۍ د څوکۍ د بیرته ترلاسه کولو لپاره مناسب نه دی ، ځکه هغه پرملی ګټو شخصي ګټو ته ترجیح ورکوي. هغه خبرداری ورکړ چې که ټرمپ بیرته واک ته ورسیږي ، نو دناټو امنیتی اتحاد به پریږدي او له اوکراین څخه ملاتړ به هم محدود کړي .