د غزې حالت د انسانیت لپاره د شرم سبب دی
د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوترش پرون په یوه وینا کښې وویل: په غزه کښې وژلې، قحطي، تنده او ویراني د انسانیت لپاره د شرم سبب ده.
د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوترش پرون په یوه وینا کښې وویل: په غزه کښې وژلې، قحطي، تنده او ویراني د انسانیت لپاره د شرم سبب ده.
انتونیو ګوترش پرون یوځل بیا د غزې تړانګې د خرابو حالاتو په هکله خبرداری ورکړ او زیاته یې کړه: باید د انصاف د نړیوالې محکمې په پریکړه لیکونو پابند ووسو او په غزه کښې د فلسطینیانو له انساني حالاتو اندیښمن یوو.
ګوترش په دې خبرې سره چې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتو د مرستې د آژانس(آنروا) کمکونه باید دوام ولري، وویل: آنروا په غزه کښې د انساني مرستو د هلوځلو د ملا تیر دی.
له بلې خوا په انساني چارو کښې د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیال او د بیړنیو مرستو د غږملوونکي مارټین ګریفیټس پرون د فلسطین د وضعیت د څیړنې په هکله د امنیت شورا په غونډه کښې وویل: هره ورځ چې تیریږي، یوازې د غزې د خلکو بدبختي او کړاونه زیاتیږي.