Feb 06, 2024 13:12 Asia/Kabul

د غنا یا ګانا هیواد  د مسلمانانو د ترټولو لوي تنظیم  مشر ووئيل،  حضرت امام خمینی دایران د اسلامی انقلاب په رهبرۍ سره په نړۍ کې د یوۀ  ډیموکراټيک سیاسی نظام  سسټماټيک کړ.

د ګانا هیواد د مسلمانو ځ وانانو د ترټولو لوي تنظیم مشر شیخ محمدکبیر په آکرا کې  ایران پریس خبری آژانس سره په خبرو کې ددې خبرې په کولو سره چې نن سبا لویدیځي ډیموکراسي د غزې د بدلونونو او د فلسطینیانو دحقوقو دخلاف ورزۍ پشمول دنړیوالو بدلونونو یوازې  نندارچیان دي ووئيل، نړۍ په ایران کې د د اسلامی نظام د سوله ایزوالي شاهده ده  او اوس  دنړۍ لپاره ترټولو ښه حل لاره  د سالامی ډيموکراټيک  نظام ډول دی .

شیخ محمدکبیر همدارازد اسلامی جمهوری سیاسی نظام په باب د نړۍ دعمومي افکارو د یوې برخې د خبرولو  او پوهولو  لپاره له دیني عالمانو څخه په غوښتنې سره  ووئيل،دغه سیاسی نظام،د بشریّت لباره د  حکومت او د نړۍ لپاره ترټولو ښه حل لاره ده.

د ګانا هیواد دغه ځوان مشر په دوام کې ددې خبرې په کولو سره چې د ایران  داسامی انقلاب څخه راپورته شوي سیاسی نظام  په پیاوړي پشتوانې سره تاسیس شو او په  تیرو څه دپاسه څلویښتو کلونو کې  ئې هماغه شان  دوام درلودلی دی ووئيل، د سلطې نړیوال نظام  فکر کاوه چې  اسلامی انقلاب نړیږي ، خو لکه څنګه چې دغه ولسی انقلاب پیاوړې ستنې  لري،تراوسه پورې ژوندۍ  او اغیزشیندونکی دی او د ایران اسلامی انقلاب له ارواښاد امام خمیني وروسته د حضرت آیت ا... العظمی سید علی  خامنه اي په رهبرۍ سره په قدرت سره  خپلې لارې ته دوام  ورکوي.

 

ټیګونه