د لویدیځې اسیا میداني منډو کښې د ایران د میرمنو ځلیدل؛ لومړۍ ورځ یې د سرو زرو درې او د سپینو زرو دوه میډالونو ګټل:
پارس ټوډې –د ایران میرمنې د لویدیځې اسیا د اتلوالۍ د میداني منډو د سیالیو په لومړۍ ورځ د سرو زرو د دریو او د سپينو زرو د دوو میډالونو په ترلاسه کولو بریالې شوې.
د میرمنو د وزن د غورځولو په سیالۍ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت استازي میرمن الهام هاشمي د دیارلس اعشاریه اوه اویا نصاب حد په ثبتولو سره د سرو زرو میډال ترلاسه کړ او د ایران بلې استازي میرمن زهرا امیدوار هم په دیارلس اعشاریه څوارلس میټره ریکارډ جوړولو سره د سپینو زرو میډال ترلاسه کړ.
الهام هاشمي او زهرا امیدوار د وزن په غورځولو کښې د ایران استازي
د نیزې په توغولو کښې هم د ایران استازي مهسا میرزا طبیبي لومړی او سمیرا کردعلي دوهم مقام ترلاسه کړ او د دغه برخې د سرو او د سپینو زرو میډالونه یې ترلاسه کړل.
مهسا میرزا طبیبي د لویدیځې اسیا د نیزې د توغولو اتلواله
سمیرا کردعلي د لویدیځې اسیا د نیزې د توغولو نائب اتلواله
میرزار طبیبي په درې اعشاریه اتیا میټره خنډ څخه په تیریدا ا سمیرا کرد علي هم په درې اعشاریه څلویښت میټره نصاب سره اتلوالفه او نائب اتلواله شول.
دایران د لس زره میټره منډې ریکارډ لرونکي میرمنه پریسا عرب هم خپلو سیالانو ته په ماتي ورکولو او د شپږدیرش دقیقو او د اوه څلویښتو ثانیو په ثبتولو سره د لومړي کس په توګه د منډې له اخري خط څخه تیره شوه او اتلواله شوه.
پریسا عرب د ایران د لس زره میټره منډې ریکارډ لرونکي او د لویدیځې اسیا د سیالیو اتلواله
د لویدیځې اسیا د میداني منډو سیالۍ د عراق په کوربه توب د غبرګولي د میاشتې له نهمې نیټې پیل شوي دي او د ایران ټیم په څلویښتو ورزشکارانو سره په دغو سیالیو کښې ګډون لري.