Jun 22, 2024 13:31 Asia/Kabul
  • په  غزې کې د فلسطینیانو عامه وژله او د مسلمانولو بغاړو په ضد د فرانسوي حکومت ضدیّت

 پارس ټوډې – دبخښنې نړیوالې  ادارې او د بشری حقوقو ددفاع کونکي ادارې پشمول  دبشری حقوقوډلو ټپلو  د حجاب او سکارف په ممنوعیّت چې پر فرانسوي لوبغاړو اغیزې شیندي، سختې  نیوکې کړی دي.

میزان خبری آژانس راپور ورکړی،د فرانسې حکومت  د خپلو لوبغاړو په ضد په توپیر تورن شوی دی. دغه هیواد د  پاریس په المپیک کې د خپلو لوبغاړو  له خوا د حجاب او ستر له اچولو منع کوي. 

اینډيپنډينټ خپرونې لیکلي دي،چې د المپیک نړیوالې کمیټې د تیر کال په ستمبر کې (د ۱۴۰۲لمریزکال په وږي میاشت) وئیلي وو، هغه لوبغاړي چې د پاریس  د   ۲۰۲۴کال په المپیک لوبو کې ګډون کوي، د لوبغاړو په دهکدې یا ګلوبل کلی کې ستر درلودلی شي ،خو په عین حال کې،دغه ممنوعیّت به د کوربه هیواد د لوبغاړو  لپاره  اعمال شي. پارس ټوډې د دغې ویب سایټ له قوله راپور ورکړی  د بشری حقوقو په دفاعي کمیټې کې د نړیوالو نوښتونو د برخې مدیرې مینکي وردن په یولړ څرګندونو کې ووئيل،د لوبغاړو لپاره په فرانسې کې د حجاب ممنوعیّت  د المبیک  د منشور خلافر وزي ده.

وردن زیاته کړې ده،په فرانسې کې په ډیرو لوبو کې د حجاب د ممنوعیّت اغیزې  دا دي چې د کوربه هیواد  ډیری ښځې او انجونې  له توبیر سره مخ کیږي، څنګةکیږي او  له لوبو، تمرینونو او په هغو لوبو کې له سیالیو  منع کیږي چې  ورسره مینه لری او پکې ممتازې دي.

هغې زیاته کړې ده،دغه ممنوعیت هم د المپیک  د منشور خلاف ورزي ده  چې وائي سپورټ د انسان یو حق دی، او هم د المپیک نړیوالې کمیټې د بشری حقوقو د نوي چوکاټ خلاف ورزي هم ده.دغه فرانسوئ سپورټي میرمنې  پخپل هیواد کې د سیالۍ  کونکو لوبو محرومه شوی دی او د هغو لپاره هیڅ حل لاره هم نشته.

وردن دغه راز ووئيل،د حجاب او ستر ممنوعیّت، د فرانسې ځیني لوبغاړي  ددغه هیواد پيریښودو ته اړ کړی دي.همدارازځینی نور هم له هیواده بهر په کډوالۍ  فکر کوي.

د فرانسې د باسکټ بال لوبغاړې هلن با  ووئیل، سږکال په اوړي کې هغه مسلمانې لوبغاړې په نښه کیږي چې حجاب او سکارف لري او دا د جنسیّت او دین په اساس یو ښکاره توپیر دی.

هغې زیاته کړې ده ،دکار، د المپیک  دمنشور د ارزښتونو او مادو ښکاره خلاف ورزي ده، خو همداراز  د مونږ د اساسي  آزادیو او حقوقو خلاف ورزي هم ده ؛دا ممنوعیّت په سپورټس کې د ګډون لپاره د مونږ د حق، د فکر ، وجدان او مذهب د آزادۍ خلاف ورزي کوي.

هلن با همدرااز ووئيل، دغه ممنویّت دجنسیّتي او توکمیزې  ریښې  پیاوړی کوي او د مسلمانانو په ضد کرکه دمګړئ  د فرانسې د ټولنې  یوه برخه تغذیه کوي.

د باسکټ بال یوه پخواڼۍ لوبغاړې بلقیس عبدالقادر  چې  په ۱۹۱۷کال کې ئې د حجاب او سکارف د ممنوعیّت د لغوه کولو لپاره د بسکټبال نړیوال فیډریشن(فیبا)د فیصلې هدایتول په غاړه درلودل،ووئيل؛دغې موضوع زما اوښکې توَیوي ؛ولې تراوسه پورې باید ددغه وضعیّت  شاهداان ووسو؟

ولې بایدتوضیح ورکړم چې زه یوه مسلمانه یم او د بسکټ بال ښه لوبغاړې یم.؟

 د فرانسې مشرانو جرګې  د ۲۰۲۲کال په جنورۍ کې د سپورټي لوبغاړو له خوا د سیالیو په اوږدو کې  د حجاب او سکارف  د اچولو ممنوعیّت ته رایه ورکړه.

په فرانسې کې اسلام ضده قوانین؛

د ۲۰۰۱کال دستمبر د ۱۱ له پيښو وروسته  د اسلام ضده  بهیر د زیاتیدا په زمینې کې دغه آئيډیا چې د  مسلمانانو پوښښ باید کنټرول شي، د فرانسې  عمومی افکارو ، رسندویو  او سیاسی پرګنې ته هم وغزیده.په داسې حال کې چې  په ۲۰۰۴ کال کې  د ټولو دیني نښو  د ممنوعیّت په توګه د فرانسې تصویب شوي قانون، البته  په عمل کې  د  اسلام نښې نښانې او بیلګې په نښه کړې.

په دې توګه،په تیرو شلو کلونو کې اشاره شوي قانون ، د بې آمانه اسلام ضده مبارزې په وړاندې ئې دروازه پرانیستې  ده چې  له اسلامی سمبولونو او نښو نښانو ئې  مسلمانې میرمنې او  انجونې لیرې کړي دي.

د فرانسې د ولسمشر آمانوئل ماکرون حکومت په ۲۰۲۳کال کې په حکومتی ښونځيو کې له عبا(له اوږد اسلامی لباس)څخه د استفادې لباره یولړممنوعیّتونه تصویب کړل . دغه ممنوعّیت د ښونځیو لپاره  د خپل سرو فیصلو د صادرولو په باب ډیرې زمینې رامینځةکړي دي.

له ښونځيو  ورتیر ،  په ۲۰۱۱کال کې  په عمومي ځایونو کې د میرمنو د مخ  او سر پوښښ  هم غیر قانوني شو. ښاروالیو په ۲۰۱۶ کال کې  هم په عمومي اوسپورټي  ځانونو کې له سکارف  او اوږد پوښښ څخه دمیرمنو د  استفادې ممنوعیّت  پیل کړ.

ګارډيّن خ پروڼې په فرانسې کې د حجاب د ممنوعیّت په باب په یوې مقالې کې لیکلي دي، ټولو مسلمانانو ته  پیغام روښانه دی؛ (په لویدیځي فرهنګ کې ) جذب شئ یا له عمومي حوزې لیرې ووسئ. د حیرانتیا خبره نه ده چې د مسلمانانو زیاتیدونکی شمیر له دغه هیواده مهاجرت کوي.

 

ټیګونه