Jun 26, 2024 13:58 Asia/Kabul
  • ترکیه: قبرس د غزې پر ضد په یوه عملیاتي اډه بدل شوی دی

پارس ټو ډې - د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر قبرس ته خبرداری ورکړ او له دغه هېواده یې وغوښتل چې له اسرائیلو سره له پوځي او استخباراتي همکاریو ډډه وکړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د سه شنبې په ورځ وویل چې قبرس د غزې په وړاندې عملیاتي اډه ګرځیدلې ده او ویلي یې دي: "که تاسو د لویدیځې اسیا په کړکیچونو کې اړخ ولګوئ، اور به تاسو هم ونیسي." د پارس ټوډې د راپور له مخې، فیدان زیاته کړه چې ترکیې له پیل اروپایی چارواکو او قبرس ته لازم اخطارونه ورکړی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې په قبرس کې جدي وسله واله کیدنه  روانه ده او باید دا کار ودرول شي څو لویدیځې اسیا ته هیڅ ونه رسیږي.

ترکیه د قبرس جمهوریت په رسمیت نه پیژني چې د اروپايي ټولنې غړی دی.

قبرس ته د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر خبرداری یوه اوونۍ وروسته له هغه ترسره شوی چې د اسرائیل او قبرس ترمنځ د همکارۍ په اړه د لبنان د حزب الله د سرمنشي «سید حسن نصرالله» څرګندونې وشوې.

تېره چهارشنبه «سید حسن نصرالله» قبرس ته له اسرائیلو سره د همکارۍ له امله خبرداری ورکړ او ویې ویل:

 

مونږ د قبرس حکومت ته خبرداری ورکوو چې که دوی اسراییلو ته د لبنان په نښه کولو لپاره خپل هوایی ډګرونه او اډې پرانیزي، دا به د جګړې برخه وي. مونږ به له غزې سره خپل پيوستون، ملاتړ او مرستې ته دوام ورکړو او هر ډول حالاتو ته چمتو يو او هيڅ شی به مو د دې کار مخه ونه نيسي.

د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر له ۷ نیټې راهسې د لویدیځو هیوادونو په بشپړ ملاتړ سره صهیونېسټ رژیم د غزې په تړانګه او د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې د بې دفاع او مظلومو فلسطینیانو په خلاف یو نوی ډله ایز قتل عام پیل کړی دی.

د وروستیو راپورونو له مخې پر غزې د صهیونیسټ رژیم په حملو کښې څه دپاسه ۳۷ زره فلسطینیان وژل شوی او څه دپاسه ۸۵ زره ژوبل شوی دی.

کلیدي  ټکي : ترکیه او قبرس، اسراییل او قبرس، لبنان او قبرس، د اسراییلو جنایتونه، د غزې جګړه

 

ټیګونه