Jun 28, 2024 06:12 Asia/Kabul
  • د ایران په ولسمشریزو ټاکنو کې په افغانستان کې د مېشتو یا مسافرو ایرانیانو ګډون

د افغانستان په هرات ولایت کې د ایران قونسل جنرال وویل: د ایران په ولسمشریزوکې د ګډون لپاره، په افغانستان کې میشتو ایرانیانو ته د رایو د ورکولو ټول شرایط برابر شوي دي.

د برون مرزۍ د راډیو دري د راپور له مخې، د افغانستان په هرات ولایت کې د ایران قونسل جنرال محمد صدیقي فر زیاته کړه، د ایران د بهرنیو چارو وزارت، تل له ایران څخه بهر د ایرانیانو لپاره په ټاکنو کې د ګډون په موخه دا چمتووالی نیولی دی او په دې برخه کې په هرات کې د ایران جنرال قونسلګري هم د همدې تګلارې له مخې، نن (جمعه) د رایې ورکولو د یوې څانګې په توګه کار کوي.

صديقي فر دې ته په اشارې سره چې ټول ايرانيان چې په هرات کې اوسېږي او یا  مسافر دي، د ايران قونسلګرۍ ته لاسرسی لري او د رايې ورکولو لپاره لازمې اسانتياوې او وړتياوې هم شتون لري، تيرو ټاکنو ته په اشارې سره وويل چې ٩٠ سلنه د رايې ورکولو وړ ايرانيانو په رایه اچونه کې ګډون کړی دی.

د افغانستان په هرات ولایت کې د ایران قونسل جنرال څرګنده کړه چې په تېرو کلونو کې د افغانستان او ایران د لوېدیځو سیمو د پراخو او ژورو اړیکو له امله، د ایران او افغانستان د اتباعو ترمنځ زیات ودونه ترسره شوي دي او له همدې امله، ډېری کسان په دې بڼه کې ځای پر ځای شوي دي او په ټاکنو کې ګډون کوي.

ټیګونه