امریکا حق نه لري چې د پاکستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي
د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د امریکا د استازو جرګې پر هغه پرېکړهلیک نیوکه کړې چې په پاکستان کې د فبرورۍ د میاشتې په عمومي ټاکنو کې د بې نظمیو د ادعاوو په اړه د یوې خپلواکې څېړنې غوښتنه کړې ده.
نوموړي یوې پاکستاني رسنۍ ته ویلي: امریکا حق نه لري چې د پاکستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي یا په دې اړوند کومه فیصله صادره کړي.
هغه ویلي چې دغه پرېکړهلیک چې د سې شنبې په ورځ تصویب شوی، هېڅ ارزښت نه لري، خو د عمران خان ګوند د هغه هرکلی کړی دی.
د دې ګوند یوه جګپوړي مشر ذوالفقار بخاري ویلي، دوی هیلهمن دي چې نور هېوادونه او مشران هم د امریکا د استازو جرګې په لاره پل واخلي.
د رسنیو د راپور له مخې، د پاکستان ټاکنې چې په پایله کې هېڅ یو ګوند ونه توانېد چې په یوازې توګه اکثریت ترلاسه کړي، له تاوتریخوالي، د ټلفوني او نورو ټولنیزو شبکو د بندېدو او د پخواني زنداني لومړي وزیر عمران خان د ګوند لهخوا د درغلیو له ادعاوو سره ملې وې.