د امریکا د استخباراتو افسر: له تل ابیب د واشنګټن ملاتړ د غزې جګړه دلته رسولی ده / د امریکا په پوځ کې د خپګانونو دوام
پارس ټو ډی – د امریکا د پوځ متقاعد استخباراتي مامور اعلان وکړ چې که له اسراییلو د امریکا د متحدو ایالتونو ملاتړ نه وای، د غزې جګړې به په دغه قدرت سره دوام نه درلود.
د امریکا د پوځي استخباراتو پخواني میجر هاریسن مان «Harrison Mann» له اسرائیلو د امریکا پر ملاتړ نیوکه وکړه او ویې ویل چې له تل ابیب د واشنګټن ملاتړ د غزې جګړه دلته رسولی ده. د پارس ټوډې د راپور له مخې، «هاریسن مان» په فلسطین کې د اسرائیلو له جنایتونو د واشنګټن د ملاتړ په اعتراض کې، د می په ۲۴مه له خپلې دندې استعفا وکړه.
هغه د سه شنبې په ورځ د قطر له الجزیرې چینل سره په مرکه کښې وویل: د امریکا په پوځ کښې زیات شمیر عسکر او د استخباراتو افسران د دغه هیواد له سیاستونو ناراضه دي او ویې ویل: له خپلې دندې له استعفا وروسته په غزه کې اوسنیو پیښو ته د امریکا د دفاعي استخباراتو د ډیرو عناصرو پام ځان ته واړوه..
مان ۱۳ کاله د امریکا په پوځ کې د افسر په توګه دنده ترسره کړې.
د هاریسن مان استعفا لیک کې راغلي:
له اسراییلو د بایډن ادارې نه د منلو وړ ملاتړ په غزه کې د لسګونو زرو بې ګناه فلسطینیانو د وژنې او لوږې لامل شوی دی.
څه موده وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت عربي ژبې ویاندې هاله غریط غزې په اړه د بایډن د ادارې د سیاستونو په اعتراض کې له خپلې دندې استعفا ورکړی وه .
له دې مخکې دریو امریکایی چارواکو د غزې په جنګ کښې له صهیونیسټ رژیم د امریکا د ملاتړ په اعتراض کښې استعفا کړې وه .
اسرائیلو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷ نیټې راهیسې د لویدیځو هیوادونو په بشپړ ملاتړ سره د غزې په تړانګه او د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې د فلسطین د بې دفاع او مظلومو خلکو په خلاف یو نوی پراخ قتل عام پیل کړی دی.
د وروستیو راپورونو له مخې پر غزې د صهیونیسټ رژیم په حملو کښې څه دپاسه ۳۷ زره فلسطینیان وژل شوی او څه دپاسه ۸۵ زره ژوبل شوی دی.
اسرائیلي رژیم په ۱۹۱۷ کال کې د برتانوي استعمار په طرحه او له مختلفو هیوادونو د فلسطین خاورې ته د یهودانو د مهاجرت له لارې تاسیس شو او په ۱۹۴۸ کال کې یې د وجود اعلان وشو. له هغه وخت راهیسې د فلسطینیانو د نسل وژنې او د هغوی د ټولې ځمکې د نیولو لپاره د ډله ایزې وژنې بیلابیل پلانونه تر سره شوي دي.
د ایران اسلامي جمهوریت د اسرائیلو د استعماري رژيم د نسکورولو او خپلو اصلي هیوادونو ته د یهودانو د ستنیدو له جدي ملاتړو دی.
کلیدي ټکي : امریکا او اسراییل، د غزې جګړه، د اسراییلو جنایتونه، د امریکايي چارواکو استعفا، ایران او اسراییل