Feb 13, 2024 16:26 Asia/Kabul
  • د حضرت امام حسین (ع) د زوکړې په مناسبت مبارکي ومنئ

نن د سه شنبې ورځ د ۲۰۲۴ میلادي کال د فبرورۍ د میاشتې ۱۳مه او د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د شعبان د میاشتې درېیمه نېټه ده، چې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت رسول اکرم (ص) د یوه ډېر ګران لسمي او د شهیدانو د سالار حضرت امام حسین (علیه السلام) د نېمکرغه زوکړې ورځ ګڼل کېږي.

د شعبان د مبارکې میاشتې درېیمه نېټه د اسلام د ګران پیغمبر حضرت رسول (ص) د ګران لمسي  حضرت امام  حسین (ع) د زوکړې کلیزه ده، چې په کربلا کې د جنګ په میدان کې یې په خپلې بې ساري سرشیندنې سره، د نړۍ ټولو خلکو ته د عزت او زړورتیا درس ورکړ؛ داسې ستر شخصیت چې د قرآنکریم او د ګران اسلام  د ساتلو او د دفاع کولو بېلګه شو.

د ایران رسنیز مرکز ( سازمان صدا وسیما) د حضرت امام حسین (علیه السلام) د نېکمرغه زوکړې په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو په تېره بیا نورو آزادي غواړو او تاسو ګرانو دوستانو ته د زړه له کومې مبارکي وايي.

ټیګونه