Feb 15, 2024 05:34 Asia/Kabul
  • د څلورم معصوم امام د ولادت کلیزه مو مبارک شه

نن د نړۍ د مسلمانانو د څلورم معصوم امام حضرت سجاد علیه السلام د نیکمرغه زوکړې کلیزه ده.

نن د نړۍ د مسلمانانو د څلورم معصوم امام حضرت سجاد علیه السلام د نیکمرغه زوکړې کلیزه ده.

امام زین العابدین علیه السلام د ۳۸ قمري کال د شعبان د میاشتې په پنځمه نیټه په مدینه کښې نړۍ ته راغی.

د هغوي پلار د شیعیانو دریم امام حضرت حسین علیه السلام دی. امام سجاد علیه السلام په ټولو انساني او اخلاقي صفاتو او فضیلت کښې په لوړ حد کښې و.

هغه حضرت په خپلې زمانې کښې ترټولو لوړ، پرهیزګار او حلیم او محترم انسان و او ډیره فصیحه ژبه او کریمه اخلاق یې درلودل.

دوي له خلکو سره ډیر مهربان و او په بې وزلو او اړمنو کسانو به یې لورینې کولې.

نو مونږ هم د خوشالۍ په دې موقع د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا تاسو ګرانو اوریدونکو ته مبارکي وایو.

 

ټیګونه