امریکا د ډیورنډ کرښې په اړه د پاکستان ملاتړ وکړ
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، مټیو مېلر وویل: مونږ د پولو په تړاو د نړۍوال چوکاټ په ترڅ کې د افغانستان او پاکستان له ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ کوو
د ډیورنډ کرښې پر سر د طالبانو او پاکستان د وروستیو ناندریو په ترڅ کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، مټیو مېلر په ضمني ډول د پاکستان ملاتړ کړی
نوموړي ویلي چې واشنګټن د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ د دواړو هېوادونو له ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، مټیو مېلر وویل: مونږ د پولو په تړاو د نړۍوال چوکاټ په ترڅ کې د افغانستان او پاکستان له ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ کوو.
د طالبانو ویاند ذبیح ا...مجاهد بیا د ډېورنډ کرښې په تړاو پرېکړه یوازې د کرښې د دواړو خواو ولسونو پورې اړونده ګني.
هغه وايي امریکا په دې برخه کې نه لاسوهنه لري او نه دا د امریکا پورې اړه لري، دا مساله د کرښې دواړو خواوو ته د پرتو ولسونو ده.
څه موده مخکې د پاکستان موقت صدراعظم انورالحق کاکړ ویلی وو ، چې ډیورنډ د افغانستان او پاکستان تر منځ رسمي پوله ده.
د هغه په غبرګون کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي وویل، چې دوی به ډیورنډ کرښه هیڅکله ونه مني او هغه ورځ به راشي چې دا کرښه پاکستان د بنګله دېش په شان بیا له سره ووېشي.